۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې د دوحې هوکړې په عمليکولو کې د امریکا له لوري «سرغړونې» شوې دي.
مجاهد دا څرګندونې پنجشنبه د کب پر ۱۰مه د دوحې تړون د څلورمې کلیزې په مناسبت کړې دي.
نوموړي یو غږیز پیغام کې چې د طالبانو تر واک لاندې له ملي ټلویزون څخه خپور شوی ویلي چې دا هوکړه د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډکه وه.
مجاهد زیاته کړې: «د امریکایانو له لوري له دغه تړونه ځینې سرغړونې شوې دي. د دوحې په تړون کې یې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به یې تعامل په عادي بڼه وي، ښې اړیکې به لري، د افغانستان په ابادۍ کې به برخه اخلي او د افغانستان د پرمختګ مخه به نه نیسي، داسې ونه شول.»
د نوموړي په خبره، لا هم د امریکا د بندیزونو په تور نوملړ کې یو شمېر طالب مشران شته او د افغانستان شتمني کنګل پاتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې د څلورمې کلیزې له رارسېدو سره هممهاله، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پيير ویلي چې دې هوکړې طالبان ځواکمن او افغان دولت یې کمزوری کړ.
نوموړې ټينګار کړی چې طالبانو د دوحې په هوکړه کې پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.