۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت مرستیال جان باس قطري او پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په هکله د خبرواترو لپاره دوحې او اسلاماباد ته سفر کوي.
دغه وزارت جمعه د غویي پر ۸مه شپه مهال ویلي چې جان باس به د روانې میاشتې له اوومې نېټې څخه تر ۱۱مې پورې دوحې او اسلام اباد ته سفر وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جان باس به په دوحه کې د قطر د حکومت له لوړپوړو چارواکو او نورو ډیپلوماتیکو پلاوو سره وګوري او له افغانستانه د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په هکله خبرېاترې وکړي.
په اسلاماباد کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د امریکا او پاکستان د همکارۍ د یوې برخې په توګه د دغه هېواد له لوړپوړو دولتي چارواکو سره «پر یو لړ سیمهییزو او دوه اړخیزو مسئلو» خبرېاترې وکړي.
تر دې دمخه د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د یو سیمهییز سفر په ترڅ کې د هند او متحدهعربي اماراتو له چارواکو سره د افغانستان په هکله خبرېاترې کړې وې.