۸صبح، غزني: غزني کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په خواجهعمري ولسوالۍ کې د طالبانو له باج اخیستو د دې ولسوالۍ اوسېدونکی تنګ راغلي دي.
ځایي سرچینې شنبه د لړم پر اوومه وایي، چې طالبانو په وروستیو ورځو کې د خواجهعمري ولسوالۍ اوسېدونکي د وسلې لرلو په پلمه زنداني او شکنجه کړي دي.
سرچینو زیاته کړې، چې طالبانو د دغو کسانو له وهلو ټکولو وروسته هغوی د پیسو په بدل کې له زندان څخه خوشي کړي دي.
د ځایی سرچینو د معلوماتو له مخې په دې ولسوالۍ کې یوه بزګر د خپل زوی د خوشي کېدو لپاره، چې د طالبانو له خوا زنداني شوی و، د یوې غوا په پلورلو چې د عاید یوازینۍ سرچینه یې وه ۱۰۰ زره افغانۍ ورکړې دي.
د ویلو ده، چې طالبانو له دې مخکې هم د غزني په خواجهعمري ولسوالۍ کې یو شمېر مخکیني پوځیان او د هغوی د کورنیو غړي ځورولي، شکنجه او زنداني کړي دي.