۸صبح، بدخشان: د بدخشان سیمهییزې سرچينې د دغه ولايت د راغستان ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا په شخصي لګښت د يو لومړني ښوونځي او يو روغتيايي مرکز د جوړېدو خبر ورکوي.
سرچینې یکشنبه د غبرګولي پر ۱۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د دغه ښوونځي او روغتيايي مرکز ودانۍ د راغستان ولسوالۍ د «دهنشاله» کلي د اوسېدونکو له خوا د تر شپږ ميليونه زیاتو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې دغه ښوونځى په دوه جريبه ځمکه کې جوړ شوى او شپږ درسي ټولګي او يو روغتيايي مرکز لري.
له دې مخکې ځايي اوسېدونکي د روغتيايي مرکز د نشتوالي له کبله سختو ننګونو سره مخ وو او زدهکوونکو هم په خلاصه فضا او تر خيمو لاندې درس ویلو.
د راغستان اوسېدونکو په داسې حال کې په خپل لګښت یو ښوونځی او یو روغتیايي مرکز جوړ کړل چې تېره اوونۍ د طالبانو د پوهنې وزارت یو شمېر چارواکو بدخشان ته د خپل سفر پرمهال ویلي و چې د دغه ولایت په هره ولسوالۍ کې به یوه دیني مدرسه جوړوي.
تېره مياشت د بدخشان ولايت د ياوان ولسوالۍ اوسېدونکو هم په خپلو پيسو د يوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه کړې وه.





