طالبانو سویس ته د افغانستان بانک د شتمنیو لېږد ناعادلانه وباله

۸صبح، کابل: د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک د افغانستان د اسعاري زېرمو په اړه د امریکا د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې دغه پرېکړه د لازمو معیارونو له په پام کې نیولو، خوندیتوب، روړنتیا پرته او د دغه بانک اندېښنو ته په پام «ناعادلانه» ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک سه‌شنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو خپل دریځ اعلان کړی دی.

دغه بانک زیاته کړې: «د افغانستان بانک اسعاري زېرمې، د افغانانو ملکیت دی او تېرو ډېرو کلونو کې د پولي ثبات، د مالي نظام د پیاوړي ساتلو او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانه کولو لپاره کارول شوې دي.»

دغه بنسټ څرګنده کړې: «سویس هېواد کې د امریکا له خوا د یوه بنسټ د جوړولو پرېکړه او هغه ځای ته د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو د یوې برخې لېږد او د نااړوندو موخو لپاره یې د ځانګړي کولو لپاره د خوندیتوب او روړنتیا له په پام کې نیولو او د دغه بانک اندېښنو ته له پاملرنې پرته ناعادلانه ده.»

د دغه بانک په وینا، د امریکا پرېکړه چې د افغانستان د استازو له حضور پرته او د دغه بانک له ګډون پرته نیول شوې د منلو وړ نه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم رسنیو ته ویلي: «دغه پیسې د افغانانو ملکیت دی، باید خلکو ته وسپارل شي او واک یې د افغانانو په لاس کې وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې د سویس دولت تایید کړې، چې د سویس د امانتي صندق د مدیریت پلاوی د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو لپاره د لومړي ځل لپاره په جینوا کې ناسته جوړه کړې ده.

د سویس د امانت صندق د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو لپاره د «افغانانو په ګټه د شتمنو د اخیستو، ساتنې او هغوی ته د وړاندې کولو» په موخه رامنځته شوی دی؛ خو دغه صندق د پیسو د ورکولو د څرنګوالی او وخت نه دی روښانه کړی.

ورته لیکنې

Back to top button