۸صبح، کابل: د (قلملار بنسټ) د مشر مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا وایي، طالبانو د هغه دوه وروڼه هم نیولي دي.
ویسا نن سه شنبه (کب ۸)، په یوه ټویټ کې وویل چې طالبانو د مطیع الله کور پدې پلمه محاصره کړی دی، چې د مطیع الله موبايلونو پسي ګرځي.
د مطيع الله د ورور د معلوماتو له مخې، د مطیعالله ويسا تر نیول وروسته، وسلهوالو طالبانو د نوموړي د مور او دوو نورو وروڼو د نيولو پر مهال، د دې کورنۍ ښځينه غړو ته سپکاوى کړى او د کور مخې ته يې هوايي ډزې هم کړې دي.
طالبانو پرون له غرمې وروسته، د پوهنې او روزنې فعال او د (قلملار بنسټ) مشر مطیع الله ویسا ونیو.
وسله والو طالبانو تر اوسه د مطیع الله ویسا او د هغه د وروڼو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې د مطيع الله ويسا نيول، له پراخو غبرګونونو راپارولي دي.