۸صبح، غزني: غزني کې سیمهییزې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ښار کې د روغتیايي علومو د یو شمېر نیمه لوړو زدهکړو موسسو دروازې د محصلینو پر مخ تړلې دي.
ځایي سرچینو سهشنبه د سلواغي پر ۲۲ نېټه ویلي، چې په غزني کې د نیمه لوړو زده کړو موسسو یو شمېر سيمهييزې څانګې چې مرکزونه یې په کابل کې فعال وو، د طالبانو له خوا تړل شوي دي.
د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، د تړل شويو تحصيلي موسسو د سیمهییزو څانګو شمېر څلورو ته رسېږي، چې شاوخوا ٨٠٠ نارينه او ښځينه محصلینو پکې زدهکړې کولی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو په غزني کې د يادو تحصيلي موسسو د تړل کېدو د لامل په اړه ويلي، چې په کابل کې د فعالو تعليمي ادارو دفترونه په ولايتونو کې د سیمهییزو دفترونو د پرانیستو حق نه لري.
د سرچينې له معلوماتو له مخې، هغه تحصيلي موسسې، چې د بندو شويو موسسو محصلين ورته معرفي شوي، د کميت او کيفيت له پلوه د هغوى د جذبولو وړتيا نه لري.
د تړل شویو موسسو محصلان اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
کابل ته څېرمه غزني یو له هغو ولایتونو دی، چې په کابل کې تعلیمي ادارې یې په دغه ولایت کې هم خپلې استازولۍ پرانیستې دي.