۸صبح، کابل: د «ځمکې ساعت» په مناسبت د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د افغانستان له خلکو غوښتي چې د وري پر ۴مه د شپې له ۸:۳۰ څخه د یو ساعت لپاره د خپلو کورونو څراغونه مړه کړي.
یوناما شنبه د وري پر ۴مه په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي چې دا نړۍوال اقدام کولای شي له اقلیمي بدلون سره په مبارزه کې لوی توپیر رامنځته کړي.
د ځمکې ساعت د طبیعت نړۍوال صندوق (WWF) او شریکانو له لوري یې په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شو او اوس له ۱۸۰ زیاتو هېوادونو کې ترسره کېږي.
په دې کلنۍ پېښه کې له کورنیو او کسبګرو غوښتنه کېږي چې د یو ساعت لپاره غیر ضروري څراغونه مړه کړي.
د دې نړۍوال اقدام موخه د اقلیمي بدلون او د انرژۍ په هکله د پوهاوي لوړول دي.