۸صبح، کابل: د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت سرپرست د نجونو او مېرمنو د نیولو په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وروستی راپور «یو اړخیز» بللی دی.
د دغه وزارت سرپرست محمدخالد حنفي دا څرګندونې شنبه د مرغومي پر ۲۳مه په کابل کې «د ملت او نظام ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د علماوو او قومي مشرانو رول» په نوم پروګرام کې کړې دي.
هغه زیاته کړې: «یوناما دې د افغانستان په اړه د یو اړخیزو او له واقعیته لرې راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.»
نوموړي څرګنده کړې چې یوناما دې موضوع «له خپل سري قضاوت» وړاندې له طالبانو په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر له وزارت سره شریکه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د افغان ښځو او نجونو د نیولو په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي و چې د ناوړه چلند او د ناقانونه نیولو د تورونو په اړه ارزونه کوي.
دغه بنسټ زیاته کړې: «د جنورۍ له لومړۍ راهیسې، یوناما په کابل او دایکندي کې د حجاب د فرمان د پلي کولو یو لړ کمپاینونه مستند کړي چې د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت او پولیسو چارواکو له خوا ترسره شوي دي.»
د یوناما له دغو څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د یوناما راپور «بې ځایه» وباله.