طالبانو د شاه امان الله د نوم اخیستو پرته د خپلواکۍ د بېرته اخیستو یوسل او درېیمه کلیزه ولمانځله. دې ډلې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې ولمانځله چې د ملي درې رنګه بیرغ پر ځای یې خپل سپین بیرغ پورته کړی و، او ګوښ يې کړی و که څوک ملي بیرغ پورته کړي د ځان په بیه به یې تمام شي.
د طالبانو والیان د خپلواکۍ اخیستو په هکله په یوه خوله نه دي. د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو والیان په دې نظر دي چې پخواني پاچا امان الله خان د هغو جګړو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړې چې دیني عالمان او د هېواد وکړي ورسره مل وو، خو د دې ډلې ځیني نور والیان بیا په دې باور دي چې امان الله خان «مرتد» و او د هېواد د بدبختۍ لامل یې بللی دی.
د خپلواکۍ د بیا اخیستو په هکله د طالبانو لخوا په خپره شوی اعلامیه کې راغلي: د نورو ټولو تاریخي ورځو تر څنګ نن د (زمري ۲۸) نېټه هم د ولس لپاره یوه تاریخي ورځ ده چې د خپلو وینو په قیمت یې د پردیو د جبر کاسه نسکوره کړه او ځانونه یې له امپراتورۍ څخه آزاد کړل. طالبانو په دې اعلامیه کې یو ځل بیا له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې ده. اعلامیه زیاتوي: طالبان د اسلام د مبین دین په رڼا کې د سیمې هېوادونو او نړیوالو سره اړیکې ټینګول غواړي. طالبانو همدا ډول د بي ساري امنیت یادونه کړې او په دې یې ټینګار کړی چې یو کال مخکې د ښکېلاک جرړي ایستلې دي. په څرګند ډول د دوي موخه د امریکا يي پوځي ځواکونو وتل دي.
همدا ډول د طالبانو دفاع وزیر د ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب چې د خپلواکۍ اخیستو په یو سل او درېيمه کلیزه کې یې وینا کوله وویل: طالب ځواکونه په ریښتنې ډول آزاد او چا پورې تړلي نه دي، او د دې ډلې مشران په هېواد کې د شته اقتصادي ستونزو په هکله ورخطا نه دي. هغه ټینګار وکړ چې زموږ ځواکونه د ملي ګټو پر ضد او یا هم د اسلامي عقیدې بدلون د هېچا په غوښتنه نشي منلې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دوه ورځې مخکې (پنجشنبه د زمري په ۲۷) د کابل په لارو او کوڅو کې د امارت سپین بیرغونه ولګول. د هېواد په ولایتونو کې د دې ډلې قوماندانانو هټۍ والو ته لارښوونه کړې وه چې سپین بیرغونه په خپلو دوکانونو ولګوي. دغه راز د پلازمینې په واټونو کې د موټرو د پلټلو بهیر د نورو ورځو په پرتله ګړندی شوی و. د پلازمینې اوسېدونکو د پخوا په ډول د زمري ۲۸ چندان ونه لمانځله. سیاسي بحران، اقتصادي ستونزې او د جمهوري نظام د ړنګېدو اغېزې هغه لاملونه بلل کیږي چې د خلکو روحیه تر ډېره کمزورې شوې چې د ځانګړو ورځو لمانځنه وکړي په ځانګړې توګه د خپلواکۍ ورځې لمانځل.
یو شمېر ځوانانو د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالی کې د افغانستان د درې رنګه بیرغ په پورته کولو سره دا ورځ لمانځلې چې د طالبانو له مخالفت سره مخ شول. دا په داسې وخت کې ده چې طالبانو د زمري میاشتې په ۲۷ نیټه د زابل ولایت اوسېدونکو ته ګواښ کړی و که چیرته چا درې رنګه ملي بیرغ پورته کړ د ځان په قیمت به یې تمام شي. له همدې کبله د هېواد په ولایتونو کې د زمري ۲۸ چندان ونه لمانځل شوه.
د طالبانو لخوا د خپلواکۍ د ورځې لمانځل هم له غبرګونونو سره مخ شول. یو شمېر کارپوهان د طالبانو له خوا د زمري د ۲۸ لمانځل یو «قومي» عمل بولي او وايي چې د دې ډلې مشران او جنګیالي د افغانستان له نوښتګر شاه امان الله خان سره له قومي اړیکو پرته بل څه نه لري. د هغوي په خبره، امان الله خان په هېواد کې د ښځو د تعلیم او دیموکراتیکو ارزښتونو ملاتړی و، دا په داسې حال کې ده چې طالبان په بنسټیزه توګه له دغو ارزښتونو سره ستونزه لري.
د کابل پوهنتون استاد او د پخواني ولسمشر د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس محبوب شاه محبوب له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې طالبان په داسې حال کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۳مه کليزه لمانځي، چې افغانستان په عملي توګه د پنجاب تر اشغال لاندې دی،
طالبان د یوې مذهبي افراطي ډلې په توګه یقیناً د هېواد د ازادۍ د ارزښتونو خلاف دي. هغه په دې ټینګار کوي چې دا ډله په داسې وخت کې د امان الله خان ګټلې خپلواکي لمانځي چې د هېواد درې رنګه بیرغ نه مني او هغه ارزښتونه هم نه مني چې امان الله خان تر لاسه کړي وو.
د پوهنتون دغه استاد د ښځو د زده کړې حق د شاه امان الله خان له لوري له سترو ارزښتونو څخه بولي. ښاغلی محبوب زیاتوي چې د طالبانو کورنی او بهرنی سیاست په عملي توګه د پاکستان په واک کې دی، په ځانګړې توګه په اسلام آباد کې د پوځ او استخباراتو (آی.اس.ای) په لاس کې دی. د هغه په وينا، د خپلواکۍ لپاره د امان الله خان هڅې له لاسه وتلې دي.
د کابل پوهنتون دغه پخوانی استاد دې ته په اشارې سره چې طالبان د هېواد د خپلواکۍ په اړه یو نظر نه لري او د دې ډلې هر جنګیالی او قوماندان خپل ځانګړی نظر لري.
د سیاسي چارو کارپوه فردوس کاواش د شاه امان الله خان د مشرتابه د دورې او طالبانو رژیم تر منځ د اختلاف په اړه بحث کړی دی. ښاغلي کاواش پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «په ۱۹۲۴ کال کې د عثماني خلافت له ړنګېدو وروسته شاه امان الله د امیرالمومنین کېدو او د عثماني خلافت د ځای ناستي کېدو چانس درلود، خو هغه یوه معقوله او انساني تګلاره غوره کړه. او د پغمان په جرګه کې يې له هغو مولویانو سره خبرې وکړې چې غوښتل يې د اميرالمؤمنين لقب امان الله خان ته ورکړي، هغه په دې باوري و چې د خلافت، اميرالمؤمنين او ديني امپراتورۍ دوره تېره شوې ده. ټول انسانان په هغو واحدونو کې تنظیم شوي چې د ملت – دولت په نوم یادېږي.
ښاغلي کاواش زیاته کړه: نن موږ له هغه وخت څخه سل کاله لیرې یو، په هغه جغرافیه کې امیرالمومنین حاکم دی چې هېواد خپله فتحه شوې خاوره ګڼي او په هغه کې میشت خلک رعیت ګڼي چې یوازې اطاعت یې واجب دی. د دغه سیاسي شنونکي له نظره، امان الله خان د شلمې پیړۍ په پیل کې هڅه وکړه چې خپل هېواد له معاصر تمدن سره ونښلوي او د نجونو له تعلیم څخه نیولې د مطبوعاتو د ازادۍ، د مالیاتو قانوني کولو، د تابعیت د تذکرو ویش، د ودونو رسمي ثبتول او داسې نور اصلاحات چې د ټولنې د پیاوړتیا لامل ګرځي امان الله خان رامنځته کړل چې د هند په نیمه وچه، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې ګډ آرمان یې هدف و.
د افغانستان د خپلواکۍ د لمانځلو مخالفان او پلويان
د افغانستان د خپلواکۍ اخیستلو د میاشتې او کال په اړه تاریخ پوهان او د نظر خاوندان اختلاف لري. يو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د ١٢٩٨ لمريز کال د اسد په ٢٨مه کومه پېښه نه ده شوې، خو ځينې نور بيا دغه ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه يادوي، کله چې شاه امان الله د هېواد د بهرنۍ تګلارې بشپړ واک په لاس کې واخیست. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د اوسني وضعیت په څېړلو سره وايي چې افغانستان خپلواک نه دی او هغه شاخصونه چې د یوه خپلواک هېواد لپاره اړین دي په افغانستان کې نه لیدل کېږي.
تاریخ پوه او ارواپوه ډاکټر عسکر موسوي پخوا په رسنیو کې ویلي وو چې افغانستان خپلواک نه دی؛ ځکه چې دا هیڅ اقتصادي، سیاسي یا نظامي وړتیا نه لري. ښاغلي موسوي ټینګار کوي: خپلواکي یوازې جوش او شعار نه دی. موږ په هیڅ صورت خپلواک نه یو. نه یوازې دا چې موږ خپلواک نه یو، بلکې په خپلواکۍ هم نه پوهیږو. د امان الله خان په وخت کې هم موږ په خپلواکۍ نه پوهېدو. تر څو چې دغو مسايلو ته له احساساتو بهر و نه کتل شي او د پنځه زره کلن تاريخ لاس ته راوړنو او اغتخاراتو ته ونه کتل شي، تر څو چې د دی خوب څخه بیدار نشو او دا ومنو چې موږ يو ډېر وروسته پاتې، متعصب او ذليل ملت يو، تر هغه نه پوهېږو چې ریښتینې خپلواکي څه ده.
له بلې خوا ژورنالیست او د سولي د عالي شورا پخوانی سلاکار حشمت الله رادفر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د خپلواکۍ د اعلان ویاړ شاه امان الله خان سره دی، خو اصلي خبره د حبیب الله کلکاني په وینا کې ده. ” حبیب الله کلکاني ویلي دي: «خپلواکي نه زما د پلاره او نه د امان الله د مور ده، بلکې د ملت د سرښندنو محصول دی».
د سیاسي څېرو او بهرنیو هېوادونو غبرګونونه
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسد د ۲۸مې ورځې مبارکي وویله او په هېواد کې یې د تلپاتې سولې هیله وکړه. ښاغلي کرزي په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې له شته ستونزو څخه د وتلو او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د رامنځته کېدو یوازینۍ لار له روان وضعیت سره په شعوري ډول چلند او سمدستي ملي خبرې اترې پیلول دي.
د سولي د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله هم د اسد ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۳ کلیزې مبارکي ورکړی. هغه په خپل پیغام کې زیاته کړه چې ازادي او خپلواکي د ټول هیواد “زموږ د نیکونو د سرښندنو او فداکاریو پایله ده”.
د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل هم پر خپل ټویټر پاڼه په یوه لنډ پیغام کې لیکلي: د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۳ مې کلیزه مو مبارک شه.
د نړۍ د هېوادونو څخه يوازې د پاکستان سفير افغانستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړې ده. په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د خپل هېواد په استازيتوب د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۳ کليزې په مناسبت مبارکي ویلي ده او دا يې د يوې ملي ورځې په توګه ياده کړی. نوموړي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د دې ورځې په مناسبت د افغانستان ملت ته مبارکي ویلی او د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ هیله یې کړی.
په ۱۹۱۹ کال کې امان الله خان د پاچاهۍ تر اعلانولو وروسته د افغانستان د بهرني سیاست خپلواکي له انګریزانو څخه تر لاسه کړه. دا په داسې حال کې وه چې پخوا د یوه تړون له مخې افغانستان خپلې بهرنۍ چارې برتانیې ته سپارلې وې او په دې توګه بهرنۍ پالیسۍ د برتانوي هند له لارې اداره کېده. په تېرو ۱۰۳ کلونو کې بېلا بېلو نظامونو دغه ورځ په ډېره شانداره توګه لمانځلې ده.