۸صبح، کابل: په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د تورخم لارې د خلاصېدو له اعلانه شاوخوا اووه ساعته تېر شوی، خو د پاکستان له لوری دغه لار لا هم د ټرافیکو پر مخ نه ده پرانیستل شوې.
د تورخم د لارې یوې باوري ځايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي، چې په تورخم کې پاکستاني سرحدي چارواکو تر اوسه په اسلام اباد کې د پاکستان له مرکزي حکومته د لارې د پرانستلو امر نه دی ترلاسه کړی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د لارې دواړو غاړو ته مسافر له څو ساعتونو راهيسې انتظار دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.
په تورخم کې د وسله والو طالبانو ځايي چارواکو د پاکستان له لوري د لارې د نه پرانیستلو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن سهار ۹ بجې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د تورخم دروازې د پرانیستلو خبر ورکړ.