د امریکا متحدو ایالتونو د غزې جګړې له پېل راهیسې دا درېیم ځل دی چې په امنیت شورا کې د اوربند لپاره وړاندیز شوی پرېکړهلیک ویټو کوي.
د دې پرېکړهلیک لومړنۍ مسوده د الجزایر له لوري د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوې وه.
رویټرز خبري اژانس سهشنبه د جنورۍ پر ۲۰مه راپور ورکړی چې د امنیت شورا ۱۳ غړو دې پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړې او بریټانیا یوازینی هېواد و چې ممتنع رایه وکاروله.
په ملګرو ملتونو کې د الجزایر سفیر عمار بنجاما له رایې اچونې وړاندې ویلي و: «د دې پرېکړهلیک مسودې په ګټه رایه د فلسطینیانو له ژونده د ملاتړ لپاره ده. برعکس، دې ته رایه نه ورکول بیا د وحشیانه تاوتریخوالي تایید او د دوی پر وړاندې د پلي شویو ډلهییزو مجازاتو معنا لري.»
دا د تېر کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پېل راهیسې درېیم وار دی چې امریکا په غزه کې د اوربند لپاره پرېکړهلیک ته منفي رایه کاروي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي و چې هېواد یې په پام کې لري د پرېکړهلیک مسوده یو ځل بیا ویټو کړي.
هغې ویلي چې د اوربند لپاره د پرېکړهلیک تصویبول به د جګړې د درولو لپاره د امریکا، قطر، مصر او اسراییل مذاکرات تر اغېز لاندې راولي.