د راپورونو په حواله، ترکیې ۱۸ کسان له داعش ډلې سره د غړیتوب او اړیکو لرلو په تور نیولي دي.
اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې دا کسان سهشنبه د فبرورۍ پر ۲۰مه سهار مهال په استانبول ښار کې د ترکیې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د راپور له مخې، د استانبول لوی څارنوالۍ د ترهګریزو او سازماني جرمونو د دفتر له لوري د ترسره شویو څېړنو له مخې د ځینو بهرنیو اتباعو په ګډون ۱۹ کسان چې له داعش ترهګرې ډلې سره په اړیکه کې و، پېژندل شوي چې له ډلې یې ۱۸ کسان نیول شوي دي.
تر اوسه د نیول شویو کسانو هویت څرګند شوی نه دی.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې هم د ترکیې ملي امنیت او اطلاعاتي سازمان په دغه هېواد کې ۱۷ کسان له داعش خراسان څانګې سره د غړیتوب په تور نیولي و.