امریکایي چارواکو اعلان کړی چې د القاعدې ډلې یو غړی چې په ګوانتانامو زندان کې یې د محکومیت وخت پای ته رسېدلی و، خوشی شوی دی.
د اسوشیتدپرس د راپور له مخې، د پاکستان اوسېدونکی او د القاعدې غړی مجید خان په دغه بند کې د بند مودې له تېرولو وروسته پنجشنبې د فبرورۍ په دوهمه نېټه خوشی او په مرکزي امریکا کې بلیز هېواد ته ولېږدول شو.
امریکا هڅه کوي چې د ګوانتانامو بندیانو د منلو پر سر چې له درېیم هېواد سره د هوکړې له مخې چې هلته د ترهګرو ډلو غړي ساتل کېږي، دا زندان وتړي.
خان په محکمه کې د خبرو پرمهال ویلي چې له القاعدې ډلې سره همکارۍ پښېمانه دی؛ په داسې حال کې چې تراوسه القاعدې سره د هغه د بیا یو ځای کېدو په اړه اندېښنې شته؛ ځکه د امریکا د ملي اطلاعاتو دفتر د مالوماتو له مخې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۵ کال پورې له ۱۱۵ بندیانو څخه لږ ترلږه شپږ تنه بېرته افراطيت ته مخه کړې او له ترهګریزو ډلو سره اړیکې لري.
مجید خان په اندونیزیا کې پر یوه هوټل په مرګونې بمي چاودنه او همداراز څو نورو بریدونو په پلانولو تورن دی چې نه دي ترسره شي.
پنټاګون ویلي، د ګوانتانامو بندیانو د منلو لپاره د درېیم هېواد د پیدا کېدو په صورت کې، شل تنه نور چې ډېری یې د یمن اوسېدونکي دي خوشي به شي.
د خان په بیانیه کې راغلي: «زه تاسو په تېره بیا د بلیز له خلکو سره ژمنه کوم چې په ټولنه کې وړ او قانون منونکی غړی واوسم.»
د هغه مدافع وکیل د نوموړي له خوشي کېدو وروسته ویل: «دا د بشري حقونو او قانون د واکمنۍ لپاره تاریخي بریالیتوب دی، خو دا بری له اوږدې مودې وروسته ترلاسه شو.»َ
د ویلو ده چې د ترهګرو ډلو د پخوانیو غړو د لېږد هوکړه د امریکا او ترلاسه کوونکو هېوادونو ترمنځ د هوکړې له مخې په دې نیت ترسره کېږي چې دا بندیان نور ګواښ نه ګڼل کېږي.