د روسیې پلازمېنې مسکو په یوه مرکزي سیمه کې د موسیقۍ په یوه تالار کې دننه د داعش له خوا خونړی برید چې له ۱۳۰ ډېر کسان یې ووژل او ۱۴۵ نور یې ټپيان کړل، په پراخه کچه غندل شوی دی. ملګرو ملتونو او ګڼو نورو هېوادونو د دغه برید غندنه کړې ده. امریکا ویلي، د روانې میلادي میاشتې په پیل کې یې د مسکو د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې د احتمالي برید خبرداری ورکړی و. بلخوا، طالب سیاسي مخالفو ګوندونو او ټلوالو د دغه برید د غندنې ترڅنګ ټينګار کړی چې له طالبانو د هېوادونو ملاتړ به په سیمه کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتېدو لامل شي. د هغوی په خبره، طالبانو ټولې ترهګرۍ ډلې زړورې کړې دي او په وینا یې، دې ډلې افغانستان په نړۍ کې د اورپکۍ پر مرکز بدل کړی دی. ورته مهال، فارن پالیسۍ د ډيپلوماتیکو محرمانه سرچینو راپور په حواله خبر ورکړی چې القاعده یوازې په دوو ولایتونو کې د سرو زرو له کانونو د میاشتې ۲۵ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کوي. د دغه راپور په حواله، په تېرو دوو کالو کې د سرو زرو له کانونو د القاعده برخه څه باندې ۱۹۴ میلیونه ډالره وه. پر دې سربېره، طالبانو د القاعدې شبکې لپاره پاسپورټونو تیار کړي او د هیرویینو قاچاق ته یې لار هواره کړې ده.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو روسته، د دغې ډلې مخالفانو او یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضور څخه اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو خپرو شویو راپورونو کې هم ټينګار شوی چې په افغانستان کې د القاعده په ګډون له ۲۰ ډېرې اورپکې ډلې حضور لري او په خبره یې، د سیمهییزو او نړیوالو موخو لپاره چمتووالی نیسي.
له دې ډلو یوه یې چې د طالبانو له واکمنۍ روسته یې په افغانستان او سیمه کې فعالیت ډېر شوی، د داعش خراسان څانګه ده. دې ډلې په تېرو څه باندې دوو کالو کې په افغانستان او ایران کې د څو بریدونو پړه منلې چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
داعش خراسان ډلې په کندهار کې د تېرې پنجشنې ورځې برید مسوولیت هم منلی چې له کبله یې ۴۳ کسان ووژل شول او ۵۶ نور ټپیان شول. دا برید د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ګډون د ګڼو هېوادونو له خوا وغندل شو.
داعش په کندهار کې له مرګوني برید روسته، د روسیې پلازمېنې مسکو په یوه مرکزي سیمه کې د موسیقۍ په یوه تالار کې دننه د برید مسوولیت ومانه؛ خو تراوسه په ډاګه شوې نه ده چې دا برید د داعش کومې څانګې کړی دی. د دغه راپور تر چمتو کېدو پورې په دې برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۳ او د ټپي شویو هغو بیا ۱۴۷ کسان اعلان شوی دی. د روسیې د ادعا له مخې، دغه مرګوني برید کې د لاس لرلو په تور یې ۱۱ شکمن او ۴ بریدګر نیولي چې په خبره یې، اوکرایین ته د تېښتې تکل یې لاره.
تر اوسه روسیې د داعش د ادعا په اړه څه ویلي نه دي؛ خو له ترهګرۍ ضد امریکايي چارواکو ویلي چې داعش خراسان ډلې دا برید کړی دی. یوه امریکايي چارواکي واشنګټن پوست ته ویلي چې داعش ډله له تېرو دوو کالو راهیسې پر روسیې د برید تابیا لرله او له څه مودې راهیسې یې دغه برید ته پلان جوړاوه.
د روسیې پلازمینې مسکو په یوه مرکزي سیمه کې د موسیقۍ په یوه تالار کې دننه خونړی برید د نړیوالو غبرګونونو سربېره د طالب مخالفو ډلو غبرګون هم راپارولی دی. د دغې ډلې مخالفانو، دا برید په افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلې د بریدونو «کاپي» بللی دی.
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، هغه څه یې چې په مسکو کې د داعش برید په اړه په ټولنیزو شبکو کې لیدلي، «د طالبانو هغو بریدونو ته ورته دي چې تېرو دوو لسیزو کې یې زموږ په ښارونو کې کول.» نوموړي ټينګار کړی چې د مسکو برید «د طالبانو د وحشي ګرۍ او داعش خراسان ډلې کاپي پېست» دی.
«د افغانستان د مقاومت جبهې» په ویناپاڼه کې د مسکو پېښه «ترهګریز برید» بلل شوی دی او ویلي دي: «ترهګري په هدفي او سیسټماټيک ډول منځنۍ اسیا او روسیې فډراسیون ته د لېږد په حال کې ده.»
له دې سره هممهاله، «د افغانستان د ازادۍ جبهې» هم په مسکو کې شوی برید «ترهګریز» بللی او ویلي دي: «څو وارې له افغانستان سره نږدې او ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګریزو بریدونو شاهد یو چې لامل یې له شک پرته د دغو ترهګرو له ډلو یوه یعنی طالبان دي.»
په روسیه کې د افغانستان پخواني سفیر سېدطیب جواد لیکلي: «د دغه بربریت لامل هغه ترهګر دي چې په افغانستان کې ځاله لري.»
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل په اېکسپاڼه کې لیکلي، نړۍ به دې پاېلې ته رسېدلې وي چې «ښه ترهګر اصلن نه شته او ځان دې له دې ډېر نور نه غولوي.» نوموړي ټينګار کړی چې په سیمه کې د ترهګرۍ د ګواښ زنګ کړنګول شوی او باید په ګډه له دې پدېدې سره مبارزه وشي.
بلخوا، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځینو نورو چارواکو هم دا پېښه غندلې ده. حامد کرزي ته نږدې کریم خرم لیکلي: «په سیمه کې د ترهګرۍ د پراخېدو په هکله اندېښمن یو. ما وړاندې هم ویلي و که چاره یې ونه لټول شي، خبره به تر دې ځایه راورسېږي.» ښايي د نوموړي اشاره له «سیمهییزو ترهګرو ډلو» څخه د طالبانو ملاتړ ته وي.
له دې وړاندې، ۸صبح ورځپاڼې په یو څېړنیز راپور کې موندلې وه چې طالبان په پراخه توګه په افغانستان کې له بهرنیو جهادپالو ملاتړ کړی دی. د ۸صبح ورځپاڼې موندنو ښودلې چې د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت، د تاجکستان انصارالله، پاکستاني طالبانو غورځنګ او لسګونه نورې ترهګرې ډلې د طالبانو له ملاتړه برخمنې دي او د دغو ډلو یو شمېر غړو یې افغانۍ پېژندپاڼې اخیستې او له بومي مېرمنو سره یې ودونه کړي دي.
ورته مهال، د سیمې یو شمېر هېوادونو په مسکو کې له برید روسته خپل امنیتي تدابیر ټينګ کړي دي. د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف په دغه هېواد کې د شدیدو امنیتي تدابیر ټينګېدو امر کړی او ویلي دي چې له نورو هېوادونو سره په ګډه دې له ترهګرۍ سره مبارزه پراخه شي.
افغانستان کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې پر کنسرت دا برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې «د ټولو انساني معیارونو ښکاره سرغړونه» او «ترهګریز برید» بللې دی.
له دې سره هممهاله، فارن پالیسۍ د یو محرمانه ډيپلوماتیک راپور په حواله لیکلي چې طالبان د القاعدې شبکې قوماندانانو او عواملو ته ځای او پاسپورټونه تیاروي. په دې راپور کې ویل شوي چې طالبان له القاعده سره مرسته کوي، څو د «هیرویینو امپراتورۍ» پراخې شبکې ته لاسرسی ولري.
د راپور په حواله، د مخدره توکو د قاچاق پراخه شبکه چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له پخواني حکومت سره د طالبانو د جګړې لګښت برابروه، اوس د القاعده په لاس کې ده. د راپور موندنې ښيي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو روسته، د مټامفټامین، وسلو، نقدو پيسو او سره زرو د قاچاق لوری بدل شوی دی. د یمن، لیبیا، سومالیا او فلسطین وسله والې ملیشې هم د القاعده له روزنیزو کمپونو تګ راتګ کوي چې د طالبانو له واکمنېدو روسته بیرته جوړ شوي او د راپور په حواله، امنیت یې د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست له خوا نیول کېږي.
په دې راپور کې راغلي چې القاعده په تېرو دوو کالو کې د بدخشان او تخار د سرو زرو له کانونو ۱۹۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي. د دغه راپور د موندنو په حواله، القاعده هره اوونۍ څو میلیونه ډالر د بدخشان او تخار د سرو زرو له کانونو پيدا کوي.
فارن پالیسۍ د دغه محرمانه راپور ځیني برخې په ډاګه کړي چې پکې راغلي، له دغو کانونو لاسته راغلو پیسو څخه ۲۵ سلنه یې د القاعده برخه ده او دغې شبکې د ۲۰۲۲ کال له پېله تر اوسه ۱۹۴.۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي. د دغه راپور پر بنسټ، د سرو زرو له دغو دوو کانونو څخه هره میاشت القاعده ته ۲۵ مېلیونه ډالر لاسته ورځي.
د فارن پالیسۍ د راپور په حواله، القاعده شبکې د طالبانو تر څارنې لاندې د بدخشان او تخار کانونو سپړلو لپاره لسګونه کارګر ګومارلي او د «طالبانو ملګري جګړه مار» ترې ساتنه کوي. په دغه راپور کې د سره زرو ۱۱ کانونو ارزول شوي چې القاعده پکې ونډه لري. دا پیسې د دوو طالب لوریو له خوا له القاعده سره وېشل کېږي.
په کابل کې سراجالدین حقاني او په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده هغه کسان دي چې د بدخشان او تخار د سرو زرو له کانونو څخه لاسته راغلې پیسې له القاعده سره ویشي او هر یو له دې شبکې سره د اړیکو ټينګولو په لټه دي.
د بریټانیايي شرکت په محرمانه راپور کې له القاعده سره تړلي ۱۴ غړي پېژندل شوي چې مخامخ د کانونو له عوایدو ګټه پورته کوي. په دغو کسانو کې اووه یې په افغانستان کې دننه او اووه نور یې د نړۍ په نورو هېوادونو کې دي. د راپور په حواله، هغه اووه کسان چې په افغانستان کې حضور لري د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت، انصارالله جماعت او پاکستاني طالبانو غورځنګ غړي دي. د القاعده شبکې اووه نور غړي بیا په عربستان، ټاپو وزمه، یمن، عراق، سوریه، هند او د افریقا ختیځ کې مېشت دي.
فارن پالیسۍ ویلي، دا هغه راپور دی چې د لویدیځو هېوادونو ډيپلماتانو او ملګرو ملتونو چارواکو ترمنځ ښکته پورته کېږي او په جزییاتو کې یې ښکاري، هغه ډله چې د اسامه بن لادن پر مهال یې مشري کېدله، تر کومې کچې د طالبانو په منځ کې نفوذ لري. فارن پالیسۍ د دغه راپور پر بنسټ لیکلي چې «القاعده د افغانستان طبیعي شتمني لوټي او نړیوالې بشردوستانه مرستې پټوي.» دا راپور په لندن کې د یوې خصوصي کمپنۍ له خوا جوړ شوی او فارن پالیسۍ یې په خپلواکه توګه موندنې تایید کړې دي. راپور د هغو څېړنو له مخې لیکل شوی چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې شوي دي.
په راپور کې راغلي چې القاعده د خپلو پخوانیو ترېکونو له مخې افغانستان ته راستنه شوې ده. راپور کې زیاته شوې چې القاعده د سپټمبر د ۱۱ پېښې وړاندې په څېر په افغانستان کې د اورپکو ملیشو کمپونه اداره کوي.
دا اندېښنې داسې مهال راغلي چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو راپور کې ویلي و چې القاعده په غزني، لغمان، پروان او روزګان کې اووه روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. دغه راز، په پنجشېر کې یې هم د وسلو یوه ډيپو جوړه کړې ده.