• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو او القاعدې نه بېلېدل؛ دا شبکه په هېڅ صورت له افغانستان څخه نه لرې کېږي

امین کاوه امین کاوه
۶ وری/حمل ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1711377822]
Jorge Silva/Reuters

Jorge Silva/Reuters

طالبانو له امریکا سره د دوحې په تړون کې ژمنه وکړه چې د القاعده په ګډون به له ټولو اورپکو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي او چاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي. طالبانو په تېرو دوه کالو او اوو میاشتو کې په پراخه کچه د القاعده په ګډون د بهرنیو جهادپالو کوربتوب کړی دی. تازه فارن پالیسۍ یو محرمانه ډيپلوماتیک راپور ته لاسرسی پېدا کړی چې د ملګرو ملتونو او ځينو لویدیځو هېوادونو ترمنځ لاس په لاس کېږي. په دې راپور کې لیدل کېږي چې طالبان القاعده ته پاسپورټ او وسلې ورکوي او کاني زېرمې او د هیرویینو قاچاق یې په واک کې ورکړی دی. راپورونه او معلومات ښيي چې له طالبانو سره د القاعده بېلېدل شوني نه دي. له امریکا سره د ژمنو سربېره، طالبان له القاعده سره ایډیولوژیکې اړیکې او خپلوي لري. دغه راز پاکستاني پوځ ته نږدې ځينې اکونټونو ادعا کړې چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې د اورپکۍ پر پناه‌ځای اوښتی دی او طالبانو دې ډلو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو پر وړاندې وکاروي.

طالبانو له امریکا او نورو هېوادونو سره د دوحې په تړون کې ژمنه وکړه چې د افغانستان په خاوره کې به اورپکو ډلو په ځانګړې ډول القاعده شبکې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته پرلپسې د القاعده له حضوره انکار کړی؛ خو د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني پورې اړوند یو میلمستون کې د القاعده شبکې پخواني مشر ایمن الظواهري وژل کېدو څرګنده کړه چې دا ډله له القاعده سره نږدې اړیکې لري.

دغه راز، بن لادن ته د ایمن الظواهري لیک چې ۸صبح ورځپاڼې د اېبټ‌اباد قضیې کې ورته کتنه کړې، څرګندوي چې په هېڅ ډول القاعده د افغانستان له جغرافیې نه لرې کېږي. ظواهري په خپل لیک کې ویلي چې که هر څنګه وي باید القاعده د طالبانو له مشر سره نږدې پاتې شي او د باور رامنځته کولو په لټه دې وي. بلخوا، په نوموړي لیک کې ښکاري چې د طالبانو مشرتابه له القاعده د ساتنې او ملاتړ ژمنه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو څه باندې دوو کالو کې پرلپسې په افغانستان کې د القاعده شتون رد کړی؛ خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا په خپل راپور کې په ډاګه کړی چې القاعده په افغانستان کې خوندي مرکزونه لري.

د ملګرو متلونو امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ګروپ په یو راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې خپور شوی راغلي چې د طالبانو او القاعده ترمنځ اړیکې لاهم نږدې دي او دا شبکه په هلمند، زابل، ننګرهار، نورستان او کونړ کې روزنځایونه لري. د راپور په حواله، د القاعده غړي په فراه، هلمند، هرات او کابل کې د استوګنځایونو سربېره په هرات کې یو رسنیز مرکز هم اداره کوي.

امنیت شورا په دې راپور کې ویلي چې قاري احسان‌الله او حافظ محمداقا حکیم په کاپیسا او نورستان کې د طالبانو والیان او د استخباراتو پخوانی مرستیال تاج‌میر جواد د القاعده ډلې جګپوړي غړي دي. په راپور کې ټينګار شوی چې د القاعده غړي د طالبانو په اداري او پوځي جوړښتونو کې د ټاکنو او سلا مشورو په برخه کې کلیدي رول لري.

بل پلو، لانګ‌وار ژورنال په خپل یو راپور کې د طالبانو او القاعده ترمنځ له اړیکو پرده پورته کړې. په دغه راپور کې لیکل شوي چې د طالبانو دفاع وزارت د خپلو ځواکونو ښوونې او روزنې لپاره د القاعده له میتوده ګټه اخلي او د القاعده ښوونیز مواد بیا د طالبانو د دغه بنسټ د درسي پروګرام یوه برخه جوړوي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۴ کال جنورۍ په راپور کې ویلي چې القاعده د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکوي او د دغې شبکې جګپوړي غړي بدل شوي نه دي. د راپور په حواله، القاعده لاهم د سیمې او نړۍ لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي. په راپور کې ټينګار شوی چې طالبان هڅه کوي له القاعده سره خپلې اړیکې پټې وساتي؛ په داسې حال کې چې د راپور په حواله، د القاعده د مشر سیف‌العدل او د دغې شبکې لوړپوړي غړي عبدالرحمان الغامدي ترمنځ رابط کسان افغانستان ته تګ راتګ کوي.

د دغه راپور پر بنسټ، القاعده شبکې اته روزنځایونه په پروان، غزني، لغمان او روزګان ولایتونو کې جوړ کړي او دغه راز، دې شبکې په پنجشېر کې هم د وسلو یو زېرمتون جوړ کړی دی. د امنیت شورا په خبره، حکیم المصري چې د تحریک طالبان پاکستان لپاره د ځانمرګو بریدګرو د روزنې او رزونیزو کمپونو مسوول دی، په کونړ ولایت کې فعال دی او دغه راز د القاعده مدرسې بیا په لغمان، کونړ، ننګرهار، پروان او نورستان کې فعالې دي.

طالبانو چې پرلپسې د القاعده په ګډون له نورو اورپکو ډلو سره خپلې اړیکې رد کړي، فارن پالیسې بیا د طالبانو او القاعده ترمنځ له ژورو اړیکو پرده پورته کړې ده. د دغه راپور پر بنسټ، طالبان د القاعده شبکې غړو ته ځای او پاسپورټونه تیاروي. د دغه راپور په حواله، القاعده شبکه هر میاشت په بدخشان او تخار کې د سرو زرو له کانونو څه باندې ۲۵ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کوي او دغه راز، د هیرویینو د قاچاق یوه لویه شبکه هم اداره کوي.

په راپور کې راغلي چې په کابل کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني او په کندهار کې بیا د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له القاعده شبکې سره د اړیکو ټینګېدو په لټه دي او د القاعده شبکې جنګیالي او قوماندانان نازوي.

بلخوا، د معلوماتو په حواله، د داعش خراسان څانګې ډېری فعالیتونه په افغانستان کې ترسره کېږي او دغې ډلې تازه ګوتڅنډنه کړی چې په افغانستان کې به پر یو شمېر موخو برید وکړي. له دې وړاندې هم دغې ډلې په افغانستان کې یو شمېر موخې په نښه کړې دي چې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.

طالب مخالف خوځښتونو هم ادعا کړې چې په مسکو کې د موسیقۍ د تالار په دننه کې وروستی برید چې پړه یې هم داعش منلې، سرچینه یې په افغانستان کې ده او تور یې پوری کړی چې طالبان له داعش سره د مبارزې وړتیا نه لري. د هغوی په خبره، که نړۍ له طالبانو خپل ملاتړ ختم نه کړي؛ په وینا یې، ښايي د مسکو له برید ناوړه پېښه رامنځته شي.

ورته مهال، پاکستان چې د افغانانو او سیاستوالو په عامه افکارو کې د طالبانو د رامنځته کېدو لامل او ملاتړي په نوم پېژندل کېږي، هم د دغه هېواد له مخالفانو څخه د طالبانو پر ملاتړ غصه دی. اسلام‌اباد تېره اوونۍ د افغانستان پر ختیځو ولایتونو هوايي او راکټي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د پاکستاني طالبانو تحریک یو شمېر کسان یې په نښه کړي دي.

ځینو پاکستاني اکاونټونو چې د ټي‌ټي‌پي د جګړې څارنه کوي، طالبان تورن کړي چې «ترهګرو» ته اجازه ورکوي څو د افغانستان له خاورې په ګټه اخیستلو په پاکستان کې بریدونه وکړي. له دغو اکاونټونو یوه یې پرون یوه ویډيو خپره کړې چې هغه یې د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان ته منسوبه کړې ده. په دې ویډیو کې هغه خپلو جنګیالیو ته د برید د ترسره کولو څرنګوالی ورښيي. دغه اکاونټ ادعا کړې:«له دې ویډیو ښکاري چې د افغانستان طالبانو تحریک قوماندان په دانګر الګاد سیمه کې د حافظ ګل بهادر ترهګرو ته پر پاکستاني پوستو د برید امر کوي.»

دغه اکاونټ چې ظاهراً د پاکستان پوځ ته نږدې دی، دا هم ویلي چې په مسکو کې د داعش له برید وروسته په افغانستان کې د طالبانو رژیم په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. په دغه متن کې ادعا شوې چې افغانستان په نړۍ کې د ترهګرو ډلو په خوندي ځاله بدل شوی او په خبره یې، که طالبان له دغو ستونزو سره په اغېزمنه توګه مقابله ونه کړي، ښايي نړۍ د سپټمبر د ۱۱مې په څېر د یوې بلې پېښې شاهده وي.

له دې وړاندې، د منځنۍ اسیا ځينو هېوادونو په ځانګړې ډول تاجکستان د افغانستان له خاورې د خپل هېواد پر ضد د ترهګرو د کارونې په اړه جدي اندېښنه ښودلې وه. د تاجکستان کورنیو چارو وزیر رمضان رحیم‌زاده ویلي، طالبانو د «ترهګرو ډلو» درې زرو غړو ته پاسپورټونه وېشلي دي. هغه ادعا وکړه چې په افغانستان کې څه دپاسه شل ترهګرې ډلې فعالې دي او د دغو ډلو ډېری یې د افغانستان په شمال کې له تاجکستان سره پولې ته نږدې مېشتې دي.

له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتې شوې دي چې د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په ښکاره اعلان کړی چې یوه ورځ به د نړۍ نورو برخو ته هم د طالبانو غړي واستوي. ۸صبح ورځپاڼې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ادارو د بشري سرچینو له رئیسانو سره د ملا هبت‌الله د ناستې راپور ته لاسرسی موندلی و چې ښيي هغه خپل لاس لاندې کسانو ته امر کړی چې د افغانستان له پولو بهر جګړې لپاره چمتووالی ونیسي. هغه ټینګار وکړ چې طالب جنګیالي باید خپلې زغرې واغوندي او په ټوله نړۍ کې د شریعت حاکمیت ته تیار شي.

تازه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله پورې منسوبه وینا چې د دغې ډلې ملي راډیو ټلویزیون خپره کړې په عام محضر کې ښځو ته د سزا ورکولو، سنګسارولو او د ډيموکراسۍ په لمنځه وړلو د ټينګار ترڅنګ، له لویدیځوالو سره جګړې ته هم د تیاري خبره کړې ده. نوموړي په دې وینا کې لویدیځوالو ته په خطاب کې ویلي: «۲۰ کاله له تاسې سره وجنګېدو، ۲۰ کاله نور به هم درسره وجنګېږو« څو «پر ځمکه شریعت تطبیق کړو.»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي
خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1756752298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.