۸صبح، کابل: نړیوال بانک سهشنبه د کب پر ۱۰ له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه او ویې ویل، چې دا پیسې د ملګرو ملتونو اژانسونو او نړیوالو نادولتي سازمانونو له لوري افغانستان کې لګول کېږي. دغه بانک ویلي، چې دا مرستې به د اوسنیو چارواکو له لاسرسي بهر وي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا پیسې به د افغانستان د بیارغونې صندوق څخه ځانګړې کېږي.
تېر کال ډسمبر هم د سخت ژمي په لړ کې له بشري ناورین سره د مبارزې په موخه له یاد صندوق څخه ۲۸۰ میلیون ډالر ورکړل شوي وو.
دغه راپور زیاتوي، دا پیسې د بلاعوضه مرستې په توګه د بنسټیزو خدماتو د وړاندې کېدو، د زیانمنو افغانانو د ملاتړ، د انساني پانګې د ساتنې، د اقتصادي او ټولنیزو خدماتو د وړاندې کېدو او راتلونکي کې بشري مرستو ته د اړتیا د کمېدو په موخه ورکول کېږي.
نړیوال بانک په تېر اګسټ کې له هغه وروسته له افغانستان سره خپلې مرستې وځنډولې، چې پخوانی نظام وپرځېد.
د افغانستان د بیارغونې صندوق د میلیونونه افغانانو د ژوند د ښه کېدو په موخه له نړیوالو مرستو سره تړلی دی.
دغه صندوق د تېر کال د اګست له ۱۵ وړاندې د افغانستان کابو ۳۰ سلنه بودیجه ورکوله.
نړیوال بانک ویلي، په مخامخ ډول نه شي کولای اوسني حکومت ته پیسې ورکړي او له همدې کبله د یونیسف په څېر د ملګرو ملتونو نورو ادارو ته په افغانستان کې له بشري ناورين سره د مبارزې په موخه پیسې ورکوي.
د پخواني حکومت له سقوط وروسته زیات شمېر افغانان د خوراکي توکو له کموالي او بېوزلۍ سره مخ شوي دي.