طالبانو په څه باندې دوو کلونو کې پرلپسې ادعا کړې چې په افغانستان کې یې اقتصادي حالت ښه کړی او د پانګونې لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړې دي. طالبانو په عامه اذهانو کې د پلان شویو اطلاعاتو په تزریق هڅه کړې د خلکو او نړیوالې ټولنې په وړاندې اقتصادي ناورین کمارزښته وښيي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک په افغانستان کې د اقتصادي کړنو د نشتوالي او ډېفلاسیون د دوام له کبله د اقتصادي پرځېدا خبر ورکړی دی. دغه بانک د «افغانستان اقتصادي وضعیت ته کتنې» په نوم راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په جنورۍ میاشت د عمومي ډېفلاسیون کچه منفي ۱۰.۲ سلنې ته رسېدلې ده. د ډبرو سکرو صادرات چې طالبانو د تېرو دوو کالو په موده کې د صادراتو د پرمختګ نمونه یادوله، ۸۷ سلنې ته راښکته شوي دي. بلخوا، اقتصادي کارپوهان وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان لا رقابتي صادراتو کچې ته نه دی رسېدلی او پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات چې خپله په اقتصادي ناورین کې راګیر دی، نه شي کولای په هېواد کې د شاتګ، وزګارۍ او بېوزلۍ چاره وکړي. د هغوی په خبره، د اقتصادي پرځېدا د مخنیوي په موخه دې د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابره شي چې په وینا یې، دا چاره مشروع او ځواکمن سیاسي جوړښت ته اړتیا لري چې په کور دننه او نړیواله کچه مشروعیت ولري.
نړیوال بانک د «افغانستان اقتصادي وضعیت ته د کتنې» تر سرلیک لاندې په خپل نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په جنورۍ میاشت د عمومي ډيفلاسیون کچه منفي ۱۰.۲ ته رسېدلې ده. د دغه بانک په راپور کې راغلي چې دا ډېفلاسیون د خوراکي توکو په بیو کې د (۱۵.۱ – سلنې) او غیرخوراکي توکو (۴.۸ – سلنې) بیو د ناڅاپي کمښت له کبله رامنځته شوی دی.
د نړیوال بانک راپور د خوراکي او غیرخوارکي توکو د بیو ټیټوالي یو مهم لامل دا ښودلی چې په ټوله کې خلکو د ناوړه اقتصادي وضعیت او بېکارۍ له امله د توکو د پېر توان له لاسه ورکړی دی. د نړیوال بانک په وینا د دې حالت دوام به د پېرېدونکو له خوا د توکو پېرل ودروي، سوداګري او پانګونه به کمه او اقتصادي وده به ورسره ودرېږي.
نړیوال بانک په خپل دې راپور کې ویلي چې د افغانستان صادرات د تېر کال جنورۍ پرتله پنځه سلنه کموالی ښيي او ۱۴۰.۵ میلیون ډالرو ته رسېدلی، داسې چې پروسږکال دا شمېر ۱۴۸.۱ میلیون ډالر و.
د دغه راپور په حواله، د ډبرو سکرو صادرات پام وړ زیانمن شوي او د ۸۷ سلنې په کمښت سره ۳.۹ میلیون ډالرو ته راټيټ شوي دي. په دې راپور کې پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو کې د کمښت لامل د دغه هېواد له خوا د خپلو ارزانه کورنیو ډبرو سکرو کارول بلل شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانستان ټول واردات ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدل چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې بیا ۸۳۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي او د سوداګریز کسر د زیاتوالي لامل ګرځېدلی دی. د چارو کارپوهانو په خبره، سوداګریز کسر یا ماتې هغه مهال رامنځته کېږي چې د هېواد واردات د صادراتو پرتله ډېر شي.
په ټوله کې نړیوال بانک د افغانستان کلني واردات ۵.۵ میلیارد ډالره اټکل کړی چې ۳.۵ میلیارد ډالره بیا سوداګریز کسر ښيي. د نړیوال بانک په راپور کې د افغانستان عواید له هغې کچې کم ښودل شوي چې طالبانو ټاکلی و.
د راپور په حواله، د ۲۰۲۳ کال له مارچ میاشتې بیا د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې چې ټولې ۱۱ میاشتې کېږي، نږدې ۱۸۹ میلیارده افغانۍ عواید را ټول شوي چې له ټاکل شوې موخې دوه سلنه کمې دي. دا په داسې حال کې ده چې د چارو کارپوهانو په خبره، اقتصادي کمی هغه مهال رامنځته کېږي چې توکي په بازار کې وي؛ خو خلک یې د پېر وس ونه لري. دې حالت ته بیا ډېفلاسیون یا منفي انفلاسیون وايي چې د هېواد اقتصاد ته د ګواښ زنګ او پاېله یې ښايي اقتصادي پرځېدا وي.
اقتصادي کارپوه اذرخش حافظي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې له بده مرغه افغانستان یو اقتصادي ثبات ته چې ځواکمن بنسټونه، ترجیحي تولیدات او رقابتي صادرات ولري، نه دی رسېدلی. د اقتصادي چارو دا کارپوه پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو کمښت ته په اشارې وویل، د کاني موادو صادرات او هغه هم داسې هېواد ته چې په خبره یې، خپله په اقتصادي ناروین ډوب وي، نه شي کولای په هېواد کې د بېوزلۍ، شاتګ او وزګارۍ چاره وکړي. ښاغلی حافظي ټينګار کوي: «د دې شاتګ لامل د افغانستان پر ګټو ولاړ او اغېزمن اقتصادي سیسټم نشتوالی دی. کله چې پاکستانیان ډبرو سکرو ته اړتیا ونه لري، له افغانستانه یې نه پېري او که بدیله انرژي پيدا کړي له افغانستانه د [ډبرو سکرو واردات] بندوي.» د نوموړي په خبره، دغه ناورین ته د رسېدګي لپاره دې لومړی د خلکو د پېر وس لوړ شي او په وینا یې، دا هغه مهال کېږي چې کار روزګار وي، خلک ګټه ولري او هټۍوال خپل توکي وپلورلی شي.
د اقتصادي چارو دا کارپوه زیاتوي: «یوه اقتصادي ستونزه دا ده چې [طالبان] د رسمیتپېژندنې او حلارې موندلو پرځای، په تبلیغاتو غواړي ناروین د خلکو په ذهن کې کوچنی وښيي. په اوسني وخت کې له پاکستان سره سیاسي اړیکې ښې نه دي او معمولاً هغوی سیاسي ستونزه لري. غچ یې د افغانستان له اقتصادي برخو اخلي. بلخوا له ګاونډيو سره راکړه ورکړه کمه شوې ده.»
ښاغلی حافظي زیاتوي چې د سویلي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د مالونو له ټرانزیټي لارې څخه د افغانستان د عوایدو ډېره برخه د شته ستونزو او د پاکستان د نه لېوالتیا له امله له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې د وارداتو کچه، کمه شوي دي. نوموړی وايي چې دوامدار او مناسب اقتصادي پرمختګ، سیاسي ثبات او مشروعیت ته اړتیا لري؛ څو په خبره یې، نړیوال بنسټونو لکه د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، اسیايي بانک او نور اقتصادي بنسټونو په افغانستان کې د پانګونې برخه کې له حقوقي ستونزو سره مخ نه شي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو په خبره، تر هغه مهاله چې افغانستان د نړۍ له مخامخو مرستو بېبرخې وي؛ په ریاضتي اقتصاد او د محدودو کورنیو سرچینو له لارې پانګونې ته لار نه هوارېږي. د هغوی په خبره، تر هغه مهاله چې افغانستان د نړۍ په مالي سیاست کې ورګډ نه شي، د حوالې او نورو نارسمي راکړو ورکړو له لارې پانګونې پورې اړوند مسایل پرمختګ کولای نه شي.
له دې وړاندې د ډبرو سکرو صادرکوونکې ټولنې هم پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو له کمېدو خبر ورکړی و. دې ټولنې د پاکستان سیاسي او اقتصادي بدلونونه او د طالبانو له لوري د ګمرکي تعرفو لوړوالی بیا د ډبرو سکرو د صادراتو د کمېدو لامل بللی دی.
ورته مهال، افغان سوداګرو بیا په وار وار ویلي چې په پاکستان کې د افغانستان د ډبرو سکاره په کلدارو پلورل کېږي چې د نورو بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول افغانیو پر وړاندې یې ارزښت خورا لوېدلی دی.