۸صبح، کابل: افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته، د خوړو نړیوال سازمان د ماشومانو د وضعیت د ناوړه کېدو او د خوارځواکۍ کچې د لوړېدو په هکله خبرداری ورکړی دی.
دغه سازمان یکشنبه د کب پر ۲۳ ویلي، چې د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه زیاته شوې ده.
د یاد سازمان د راپور له مخې، اوسمهال افغانستان کې ۳٫۴ میلیونه ماشومان روغتیايي او خوراکي ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړي سازمان ویلي، چې هغوی له مرستندویه سازمانونو سره په ګډه له زیاتو ماشومانو سره په مرستې بوخت دي.
تر دې وړاندې هم د اقتصادي بحران له کبله د ماشومانو د خوارځواکۍ په تړاو خبرداري ورکړل شوي او ویل شوي، که جدي پاملرنه ونه شي، ښايي زرګونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له کبله ژوند وبایلي.