۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټامس وېسټ وایي، چې د هرات ولایت پر ګازرګاه جومات برید یو ترهګریز اقدام دی او عاملین یې باید محاکمه شي.
ټامس وېسټ په ټویټر کې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو ویلي: «موږ دغه بې مانا ترهګریز اقدام غندو او غواړو، چې عاملین یې عدالت ته وسپارل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مجیب الرحمن انصاري او ۴۵ تنه نور جمعه د وږي پر ۱۱ له هرات ګازرګاه جومات بهر په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.
مجیب الرحمن انصاري په هرات کې یوه جنجال پارونکې مذهبې څېره ګڼل کېده.
مجیب الرحمن انصاري د دیني علماوو په ناسته کې، چې د روان کال په جولای میاشت کې په کابل ولایت کې د طالبانو له خوا جوړه شوې وه ویلي و، چې د طالبانو نظام او اوسنۍ فضا په اسانۍ لاسته نه ده راغلې او د اوسني نظام مخالفان او هغه کسان، چې د دغه نظام پرضد لږ حرکت هم وکړي «سر یې دې پرې او له منځه دې یوړل شي.»