۸صبح، بلخ: په سرپل ولایت کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د یوې ځوانې ښځې او د هغه د خُسر د وژل کېدو خبر ورکوي.
د سرچینو په وینا، وسله والو کسانو د پنجشنبې غرمه مهال د سرپل ښار اړوند القاني خانه سیمه کې دغه ښځه او د هغې خُسر په ډزو سره وژلي.
د سرپل د سیمه ییزو سرچینو په وینا تراوسه ددغو کسانو د وژل کېدو لامل نه دی روښانه شوی.
د سرپل د امنیه قوماندانۍ جنايي مدیر جندالله خنجري وايي چې ددې ولایت په الجهاد ولسوالۍ کې په بله پېښه کې یوه کس خپل ځوان ورور وژلی دی.
ویل کېږي چې په قتل تورن کس نیول شوی او لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه ځوان خپل ورور د کورني اختلاف له امله وژلی، خو په دې اړه لازیاتې پلټنې روانې دي.