۸صبح، غزني: په غزني کې د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له کبله درې کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
له دغه ولایته سرچینې وايي چې دا پېښه نن دوشنبه د سلواغې پر ۳۰مه سهار مهال د اندړو ولسوالۍ په نانۍ سیمه کې شوې ده. دا سیمه د کابل – کندهار په لویې لار پرته ده.
دا پېښه د مسافروړنکي ۵۸۰ ډوله موټر او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
ورته مهال، د غزني په ولایتي روغتون کې یوې سرچینې د دې پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې د دوو ټپيانو حالت نازک دی.
د ۸صبح ورځپاڼې د یو راپور پر بنسټ، د کابل – کندهار پر لویې لار ځيني مسافر او موټروانان د ترافیکي پېښو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې پر دې لویې لارې مرګونې ترافیکي پېښې شوې دي.
بلخوا، موټرچلوونکي بیا پر دې لویې لارې د دا ډول پېښو لامل د ترافیکي نښو نشتوالی او د ښيلاسو موټرو تګ راتګ بللی دی.