۸صبح، کابل: د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته د درېیو ۲۰ اوریزو لوبو په دویمه لوبه کې د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او له دې سره یې دا لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.
دا لوبه نن دوشنبه د سلواغې پر ۳۰مه د سریلانکا په ډمبولا لوبغالي کې وشوه.
افغان لوبډلمشر د پچې له ګټلو وورسته سیالې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
سریلانکایۍ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې بیا په خپله پاڼۍ کې یاد هدف پوره نه شو کړای او ټول لوبغاړي یې په ۱۱۵ منډو وسوځېدل.
افغان لوبډلې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هم د څلور منډو په توپیر بایللې وه.
له دې وړاندې افغان لوبډلې په دغه سفر کې له سریلانکایۍ لوبډلې سره یوه ټېسټ او درې پنځوس اوریزې لوبې کړې وې چې ټولې یې وبایللې.