۸صبح کابل: د خیبرپښتونخوا په چترال سیمه کې د پاکستاني پوځ پر پوستو ټيټيپي له برید وروسته د دغه هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز احمد بوګټي وايي، دغه برید له افغانستانه تنظیم شوی و.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، بوګټي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۹مه یوې خبري غونډه کې وکړې.
نوموړي ویلي، که څه هم د پاکستان په چترال کې د تېرې اونۍ برید له افغانستانه تنظیم شوی و، خو دا لا څرګنده نه ده چې «افغانان» په کې لاس لري او که نه.
بوګاټي زیاته کړې: «دا مهمه نه ده چې برید چا کړی دی. زموږ لپاره، دوی ټول ترهګر دي.»
د هغه په وينا، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د «تاوتريخوالي د هڅولو» لپاره کارول کېږي.
خو د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر هیله څرګنده کړې چې افغان طالبان به د دوحې تړون عملي کړي او ډاډ به ورکړي، څو د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي.
د تېرې اوونۍ په پای کې ټي ټي پي د خیبر پښتونخوا ایالت په چترال سیمه کې پراخ برید وکړ.
د دې برید په ترڅ کې په جګړه کې ښکېلو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.