پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په پېښور کې د یوه ځای پر ځای شوې ماین د چاودنې له امله یو سرحدي پولیس وژل شوی او د دوو ملکي وګړو په ګډون ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا چاودنه د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۱) له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې د پېښور ښار په «ورسک» څلورلارې کې شوې ده.
د ورسک پولیسو مشر محمد ارشد خان ویلي، دغه چاودنه د ځای پر ځای شويو چاودیدونکږ توکو (IED) په وسیله شوې ده او کوم پخوانی ګواښ نه و.
ده ټینګار کړی، چې د چاودنې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.
په همدې حال کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید «بزدلانه» بللی او غندلی یې دی.
د خيبر پښتونخوا ايالت مشر محمد اعظم خان هم دغه پېښه وغندله او زياته يې کړه: «دا ډول پېښې د امنيتي ځواکونو مورال نه کمزورى کوي.«ټول ملت د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی.»
که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو تر دې وړاندې هم دغه ډول بريدونه ټيټيپي کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې له دوو کلونو راهيسې د دغه هېواد په ګڼو سيمو کې پاکستاني پوځيان د وسله والو بريدونو او چاودنو هدف ګرځي.
ډېری وخت ټيټيپي د دغه ډول بریدونو پړه پر غاړه اخلي.