ټيټيپي ومنله چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستاني پولیسو پر یوه موټر برید د دوی له لوري ترسره شوی دی.
دا برید د دوشنبې ورځ، جنورۍ په ۸مه د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ سیمه کې شوی دی.
د اېکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې په دغه برید کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د پوليو ويروس د واکسيناتورانو د امنيت د ټینګښت په موخه د پوليسو ځواکونه د تګ په حال کې وو چې د هغوی د سپرلۍ موټر له یوې چاودنې سره مخامخ شوی دی.
د پاکستان پوليسو منلې چې د دې پيښې ټول قربانيان د دغه هېواد د پوليسو ځواکونه دي.
یکشنبه، د جنورۍ په ۷مه هم خيبر پښتونخوا ايالت کې نامعلومو وسلهوالو پر دوو مسافر وړونکو موټرو ډزې وکړې چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون څلور تنه ووژل شول او درې نور ټپيان شول.