د چین د بهرنیو چارو وزارت په خیبرپښتونخوا کې پر خپلو وګړو برید غندلی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين چهارشنبه د مارچ پر ۲۷مه د يوې خبري ناستې پر مهال د پاکستان له حکومته غوښتي چې ژرترژره دې د دغې پېښې په هکله بشپړه څېړنه وکړي.
په اسلاماباد کې د چین سفارت هم په پاکستان کې د خپلو وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
پرون د خيبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د چينايي وګړو پر موټر د ځانمرګي بريد په ترڅ کې د پنځو چينايي انجنيرانو په ګډون لږترلږه شپږ کسان ووژل شول.
د چینايي وګړو یو موټر چې له اسلاماباده د خیبرپښتونخوا د «داسو کمپ» پر لور روان و، د یوه بل موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د برید ښکار وګرځېد.
تراوسه کومې ډلې د دې برید پړه نه ده منلې.
ټيټيپي هم د چینايي انجینرانو په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.