د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) لا هم د پاکستان حکومت ته یوه جدي ننګونه ګڼل کیږي او داسې نه ښکاري چې ژر به له مخې لېرې کړای شي. د ټي ټي پي د پایښت یو اغېزناک عامل دا دی چې په افغانستان کې مرکز او پناه ځای لري او د طالبانو له خوا یې ښه ملاتړ کیږي. په دې وروستیو کې د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په خوست ولایت کې په یوه غونډه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت باید د پاکستاني طالبانو پر ضد جګړه ودروي او له هغوی سره خبرو ته کېني. هغه څه چې افغان طالبان یې باید له خپلو مخالفو بهیرونو سره وکړي. عمري د اسلام اباد چارواکو ته له ګواښ او یا هم له کنایې په ډکه ژبه وویل چې که د پاکستان یو میلیون پوځ دوه میلیونه هم شي، د پاکستاني طالبانو پر وړاندې به جګړه ونه شي ګټلای. البته د دغه طالب چارواکي دا غوښتنه د اسلام اباد چارواکو نه ده منلې. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ له رسنیو سره په خبرو کې له ټي ټي پي سره د خبرو اړتیا رد کړه او د دغې ډلې د ځپلو غوښتنه یې وکړه: «موږ له ټي ټي پي سره د خبرو پلان نه لرو او تمه لرو چې طالبان د ترهګرو ډلو او د هغوی د مشرانو د جنایتونو او ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.»
واقعیت دا دی چې اسلام اباد له پاکستاني طالبانو سره له خبرو وېره لري، ځکه چې هسې نه هغو ته د یوه سیال ځواک په توګه مشروعیت ورکړي. پاکستان له یوې ترهګرې ډلې سره د خبرو اترو له پایلو ښه خبر دی او له همدې امله به په اسانۍ سره له ټي ټي پي سره د خبرو اترو میز ته کېنني. د پټو خبرو ا له لارې واک ته د افغان طالبانو د ناڅاپي راستنېدو تصویر اوس هم د نړۍ په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو او سیمې په سترګو کې څرګند دی. له تېرو وختونو راهیسې د افغانستان له پخواني حکومت پرته د سیمې هېڅ هیواد له ترهګرو ډلو سره خبرو ته نه دی چمتو شوی. پاکستان، ایران، چین، تاجیکستان، ازبیکستان او … هر یو له یوې داسې ترهګرې ډلې سره مخ دی چې ګټې یې ګواښي، خو هغې ته یې د میدان ورکولو پر ځای د دغو ډلو د ځپلو فکر کړی دی. په داسې حال کې چې دغه ترهګرې ډلې د همدغو هېوادونو په خاوره کې زېږېدلې دي. له همدې امله پاکستان په سیمه کې د خپل پوځي ځواک او استخباراتو په لرلو سره ښايي له ټي ټي پي سره خبرو ته راضي نه شي، که نه نو پایله به یې په زیان وي.
دا چې افغان طالبان په پاکستان کې ښکېلو خواوو ته د خبرو اترو مشوره ورکوي دلیل یې دا دی چې دوی یې ښه خوند څکلی دی. طالبان چې په لومړي سر کې ډېر کمزوري ګڼل کېدل، ورو ورو د نړۍ او سیمې د لویو او وړو قوتونو په شنه څراغ سره یو ځل بیا میدان ته راووتل. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ادعا کړې چې امریکا له ۲۰۰۷ کال راهیسې له دغې ډلې سره پټې خبرې لرلې دي، ډیره جالبه ادعا. له هغې وروسته په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا په وړاندیز قطر ورته په دوحه کې یو سیاسي ادرس جوړ کړ، څو د سولې د خبرو بهیر پیل شي. پاتي هیوادونو هم د طالبانو د رضایت د خپلولو لپاره سیالي وکړه، ان د افغانستان د پخواني حکومت د ناخوښۍ په بیه. وروسته خبره دې ته ورسېده چې امریکا په افغانستان کې تر خپل ملاتړ لاندې حکومت په نشتوالي کې له طالبانو سره دوه اړخیزې خبرې پیل کړې. هغه خبرې چې د تمې خلاف او ورانوونکې پایله یې لرله: د طالبانو بیرته راستنیدل او د شلو کلونو د لاسته راوړڼو له منځه تلل.
ښايي د طالبانو ملاتړي دولتونه پر دې پوه شوي وي چې د طالبانو بریا یوازې په جګړې سره شونې نه ده او تر څنګ یې د خبرو په پلمه د سیاسي ادرس په رامنځته کولو سره دغه ډله په واک کې شامله یا د هغه څښتنه کېدای شي. البته، په تېر حکومت کې ځينو څېرو، د قوم او توکم پر بنسټ له طالبانو سره د جګړې پر ځای له څرګند لرلید پرته خبرو ته ارزښت ورکاوه. هر څه چې وو، پایله یې دا شوه: د هېواد په برخلیک باندې د یوې یاغی ډلې انحصاري ولکه.
اوس افغان طالبان له خپل پاکستاني متحده غواړي چې دا خوندي او بې خطره لاره تعقیب کړي څو په چټکۍ او په ټیټه بیه په واک کې شریک شي. په دې سناریو کې د پاکستان حکومت د افغانستان د پخواني حکومت، ټي ټي پي د افغان طالبانو او کابل د دوحې ځایناسی ګرځي، ځکه چې د طالبانو امارت به یې کوربه وي. افغان طالبان پر دې باور دي چې که په پاکستان کې د جګړې ښکېلې خواوې خبرو ته راضي شي، نو ټي ټي پي ډله به له منځه ولاړه نه شي، بلکې ځینې امتیازات به هم ترلاسه کړي. دغه راز د طالبانو د امارته له ګرېوانه به د پاکستان لاس لنډ شي. د بېلګې په توګه په خوست کې يو طالب چارواکي ویلي:« دا چې ټي ټي پي او زموږ وروڼه د پاکستان د حکومت پر ضد جنګېږي او دا جګړه جهاد ګڼي، موږ مداخله نه کوو، خو دا جګړه زموږ لپاره ستونزې جوړوي.» دغه راز افغان طالبان غواړي چې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د منځګړتوب له لارې ځان د سوله غوښتونکي او خیرخواه ځواک په توګه معرفي کړي. البته که د طالبانو په منځګړتوب او د افغان طالبانو په منځګړتوب خبرې اترې ترسره شي، دا به د دوی د اعتبار لپاره ګټور وي. بل ټکی دا دی چې افغان طالبان خپل پاکستاني متحدین نه ځپل کېدونکي ګڼي او په دې انګیرنې سره ګومان کوي چې د پاکستان حکومت ورسره خبرو ته مجبور دی. دا خبره چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ادعا کړې چې که د پاکستان یو میلیون پوځ دوه میلیونه هم شي، بیا به هم پر ټي ټي پي غالب نه شي، پورتنۍ خبرې تاییدوي.
له ټي ټي پي سره جګړه له ننګونو ډکه ده، خو دومره نه ده لکه د خبرو له لارې دې ډلې ته مشروعیت ورکول. دا سمه ده چې اسلام اباد له ننګونو سره مخ دی، په ځانګړې توګه د اقتصاد په برخه کې، خو دا کار د پاکستاني طالبانو پر ضد د جګړې مخه نه شي نیولای. د دغه هېواد د طالبانو پر وړاندې د پاکستان د حکومت نظر واحد دی: کمزوری کول یا له منځه وړل. له ټي ټي پي سره جګړه که زیان لري، ګټه هم لري. د سعودي عربستان په ګډون د امریکا او ځینو سیمه ییزو قدرتونو د ملاتړ ترلاسه کول یې یوه بېلګه ده. په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته یو لیک استولی او د خپل ملاتړ ژمنه یې ورسره کړې او ویلي یې دي، چې له نړیوالو او سیمه ییزو ننګونو سره په مبارزه کې به د اسلام اباد تر څنګ ولاړ وي. دغه راز د دواړو لورو د بهرنیو چارو وزیرانو په خپلو ټیلیفوني خبرو کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی. پاکستان له ټي ټي پي سره د جګړې د مسألې په راپورته کولو سره کولای شي ځان د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د قرباني په توګه معرفي کړي، چې دا کار یې ډېر کړی هم دی. پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه له کلونو راهیسې د امریکا له مالي ملاتړه ګټه اخلي.
نورو هېوادونو اسلام اباد ته له ټي ټي پي سره د خبرو بلنه نه ده ورکړې. که کله داسې څه ویل شوي هم دي، موخه یې د ټي ټي پي پرسر د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د شخړې پایته رسول دي، نه دا چې اسلام اباد له پاکستاني طالبانو سره خبرو ته کېني. د بېلګې په توګه، که ایران یا چین پاکستان ته له ټي ټي پي سره د خبرو اترو نسخه وړاندیز کړي، ممکن اسلام اباد تهران او بیجینګ ته له جیش العدل او اویغورانو سره د خبرو اترو وړاندیز وکړي؛ هغه څه چې د نه منلو وړ ښکاري.
ښایي دا به ښه وای چې د اسلام اباد چارواکو له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مرستیال خبرو ته په دې ډول ځواب ورکړی وای: تاسو له خپلو مخالفو ځواکونو سره خبرو ته کېناستئ څو مو په هېواد کې روان کړکېچ پای ته ورسېږي.