۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړې په پایله کې دوې ښځې ووژل شوې.
له ننګرهاره یوې سرچینې نن جمعه د چنګاښ پر لسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا پېښه د دې ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په ګولايي کلي کې د ځمکې پر سر شوې ده.
د دې پېښې په پایله کې د دعوا یوه لوري ته دوې ښځې وژل شوې او یوه ټپي ده او د بل لوري دوه نارینه ټپیان شوي دي.
سرچینې د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
تر اوسه طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي. په ننګرهار کې د ځمکې پر سر له دې مخکې هم شخړې شوې دي.