د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د آیخانم په تاریخي او د خطایان په تفریحي سیمو کې د طالبانو په ډلې پورې د تړلو شرکتونو له خوا د سرو زرو له پراخ او غیر معیاري استخراجه شکایت کوي. دوی وايي، دا شرکتونه د چاپېریال ساتنې اصول نه مراعاتوي او له کومې څارنې پرته په دغو سیمو کې د کانونو پر کیندلو بوخت دي. د دوی په وینا، د دې کار دوام د کرنیزو ځمکو او زرغونو سیمو د له منځه تلو او د سیمې د طبیعي جوړښت د خرابېدو لامل شوی دی. د تخار دا اوسېدونکي زیاتوي چې د دغو شرکتونو فعالیتونو د تخار–بدخشان عمومي سړک هم زیانمن کړی او د خطایان سیمې طبیعي بڼه یې بدله کړې ده.
دغه اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو وايي، د سیمې ځینو اوسېدونکو هم د ډېرو پیسو په بدل کې خپلې ځمکې پر دغو شرکتونو پلورلې دي. د دوی په باور، دې چارې د طبیعت او تاریخي اثارو د ویجاړېدو لړۍ نوره هم ګړندۍ کړې ده. دوی خبرداری ورکوي که دا حالت دوام ومومي، د خطایان تفریحي سیمه او د آیخانم تاریخي ساحه به داسې زیانمنه شي چې بېرته رغول به یې شوني نه وي.
د تخار د خطایان سیمې اوسېدونکی سلطانعلي وايي، له طالبانو سره د تړلو شرکتونو له خوا د سرو زرو پراخ استخراج دا تفریحي سیمه پر کنډوالو بدله کړې ده. هغه زیاتوي چې پخوا خطایان په تخار کې یو مشهور سیاحتي ځای و، خو اوس د کانونو د پراخې کیندنې له امله د هغې د طبیعي ښکلا لویه برخه له منځه تللې ده. د هغه په وینا، د کانونو د استخراج د شرکتونو د فعالیتونو پراختیا شاوخوا ځمکې سختې ویجاړې کړې دي او د دې سیمې طبیعي څېره یې بدله کړې ده.
سلطانعلي وايي: «زما په نظر، هغه څه چې اوس په خطایان کې روان دي، د کانونو له چور او تالان پرته بل څه نه دي. د سرو زرو د استخراج شرکتونو شاوخوا ځمکې سختې ویجاړې کړې دي. دا سیمه پخوا د ګرځندوی له مشهورو ځایونو وه، خو اوس یې ډېرې برخې د استخراج له امله پر رامنځته شویو ژورو کندو بدلې شوې دي. یو شمېر خلک هم د اقتصادي ستونزو له امله خپلې ځمکې پر دغو شرکتونو پلوري. که دا بهیر دوام ومومي، څو کاله وروسته به د دې سیمې هېڅ شی هم پاتې نه شي.»
د تخار بل اوسېدونکی سمیعالله وايي، یوازې طالبان د خطایان سیمې د خرابولو مسوول نه دي، بلکې د سیمې یو شمېر خلک هم د خپلو کرنیزو ځمکو په پلورلو سره، په شعوري یا غیر شعوري توګه په دې بهیر کې رول لري. هغه زیاتوي خلک د اقتصادي ستونزو له امله خپلې ځمکې د ډېرو پیسو په بدل کې د کانونو د استخراج پر شرکتونو پلوري او دې موضوع د سیمې د ویجاړېدو بهیر ته زور ورکړی دی.
د سیمې دا اوسېدونکی وايي: «خطایان پخوا یوه شنه او د طبیعي جوړښت لرونکې سیمه وه، خو اوس پر یوه ویجاړشوي ځای بدله شوې ده. خلک د بېوزلۍ له امله خپلې کرنیزې ځمکې د کانونو د استخراج پر شرکتونو پلوري او دا کار، په شعوري او غیر شعوري توګه د سیمې په ویجاړولو کې رول لري. د کانونو استخراج په پراخه کچه دوام لري او چاپېریال ته یې جدي زیان رسولی دی. د خطایان لویه برخه اوس د هغو شرکتونو په واک کې ده چې مالکان یې د سویلي ولایتونو دي او د هغوی د استخراج طریقه ډېره ویجاړونکې ده. په داسې حال کې چې افغانستان له اقلیمي بدلونونو سره مخ دی، د سمسورو ځمکو ساتل د سرو زرو پرتله ډېر ارزښت لري.»
د تخار بل اوسېدونکی خانآغا وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په ځانګړې توګه په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې د کانونو ناقانونه او غیر معیاري استخراج زیات شوی او دا بهیر له کومې جدي څارنې پرته دوام لري. هغه ټینګار کوي چې دغو فعالیتونو نه یوازې چاپېریال ته زیان رسولی، بلکې د تخار ولایت طبیعي او د ګرځندوی سیمه یې هم خورا بدله کړې ده. د هغه په وینا، د کانونو استخراج په خورا ویجاړونکي ډول روان دی او ان تاریخي او تفریحي ساحې هم په دې بهیر کې په پام کې نه نیول کېږي.
دا اوسېدونکی وايي: «تخار ولایت یو وخت په افغانستان کې یو له زرغونو او ښکلو ولایتونو و او طبیعت یې سیلانیان راجلبول، خو اوس دا ښکلې څېره د له منځه تلو په حال کې ده. د دې روښانه بېلګه د آیخانم تاریخي سیمه ده چې له دوه تر درې زره کلونو تاریخي مخینې په لرلو سره، نن د ویجاړېدو له خطر سره مخ ده او ځینې برخې یې پر خاورو بدلې شوې دي. دغه راز د خطایان سیمه چې تر دې وړاندې د خلکو د تفریح ځای و، اوس په یوه ویجاړ شوي ځای بدله شوې او بڼوڼه، تفریحي کورونه او د سیند غاړې ځمکې په غیرمعیاري ډول استخراجېږي.»
د تخار ولایت دا اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د نورو جدي زیانونو له اوښتو وړاندې د کانونو د غیر معیاري استخراج پر بهیر جدي څارنه ولري.
افغانستان د داسې هېوادونو له ډلې دی چې د طبیعي زېرمو، په ځانګړې توګه د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو بډایه سرچینې لري. د مخکیني جمهوري نظام پر مهال د کانونو وزارت اعلان کړی و چې د دغو طبیعي زېرمو ارزښت تر شاوخوا درې ټریلیونه ډالرو پورې اټکل کېږي.
د طالبانو له واکمنېدو او د بهرنیو مرستو له کمېدو وروسته، په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه په تخار او بدخشان کې د سرو زرو او ګران بیه ډبرو د کانونو د استخراج فعالیتونه زیات شوي دي. دغه بهیر په ځینو سیمو کې د چاپېریال او طبیعي سرچینو د ویجاړېدو په تړاو جدي اندېښنې راپارولې دي.
دتخار ولایت د خطایان او آیخانم په سیمو کې د سرو زرو د غیر معیاري استخراج په تړاو دا شکایتونه په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې په همدغه ولایت او بدخشان ولایت کې د کانونو د استخراج د شرکتونو پر وړاندې یو لړ اعتراضونه پیل شوي چې په ځينو مواردو کې پر تاوتریخوالي واوښتل.


