۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د دغه سازمان د مرستو د وېش، ارزونو او موندنو په اړخه راپور خپور کړی دی.
نوموړي سازمان ویلي، چې راتلونکي کې په زیانمن شویو سیمو کې د نورو احتمالي پېښو د مخینوي لپاره زیات ملاتړ ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند شبیا مانتو جمعه د چنګاښ پر ۳ په جینوا کې یوه کنفرانس ته ویلي، چې پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه يې کارپوه کسان ګومارلي دي.
مانتو ویلي، د افغانستان په لرې پرتو سیمو او خټينو کورونو کې مرګونې زلزلې څه باندې ۸۰۰ کسان وژلي او تر یو زر او ۴۰۰ نور یې ټپيان کړي دي.
د کډوالو عالي کمېشنري ویاند زیاته کړې، چې د دغه سازمان ډلې په څلور مرکزونو کې ځای پرځای شوې او تر اوسه یې ۴ زره او ۲۰۰ زلزله ځپلي تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي.
شویو مرستو کې ۶۰۰ خیمې، ۴ زره او ۲۰۰ کمپلې، لوښي، څراغونه او د حمام توکي دي.
دا مرستې داسې مهال شوي، چې نن هم د پکتیکا ګیان ولسوالۍ یوې بلې زلزلې ولړزوله او تر دا مهاله یې له کبله د ۵ کسانو د مړه کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.