۸صبح، کابل: برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان وارداتي برېښنا په سیستم کې د تخنیکي ستونزې له امله، ددغه هېواد د وارداتي برېښنا کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
د برېښنا شرکت په اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ، د مرغومي به اتمه نېټه خپره شوه، راغلي چې د ازبکستان د برېښنا په سیستم کې د تخنیکي ستونزې له امله به د کابل په ګډون د ۱۵ ولایتونو برېښنا د نن ورځې تر پایه له پرچاوۍ سره مخ شي.
برېښنا زیاتوي چې ددغه شرکت چارواکي له ازبکستاني لوري سره په اړیکه کې دي تر څو زر تر زره رامنځته شوې تخنیکي ستونزه اواره شي.
د ویلو ده چې د ژمي په پیلېدو سره په مرکز او ولایتونو کې د هېواد د برېښنا سیستم د پرچاوۍ له ستونزې سره مخ شوی دی.