د ملګروملتونو سازمان د کډوالو لوړې کمېشنرۍ اعلان کړی چې په افغانستان کې د جګړې د زیاتوالي او پراختیا له امله، کابو ۳۰۰ زره تنه بې ځایه شوي دي. دغه بنسټ خبرداری ورکوي په هېواد کې د جګړې د دوام په صورت کې د انساني ناورین امکان شته.
د ملګروملتونو سازمان د کډوالو د لوړې کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ د چنګاښ په ۲۲مه نېټه په جینوا کې ددغه سازمان په مرکز کې په افغانستان کې د انساني ناورین په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د روان زېږدیز کال له جنورۍ میاشتې راهیسې ۲۷۰ زره تنه بې کوره شوي دي.
د دغه بنسټ له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، ددغو شمېرو په ثبتولو سره په افغانستان کې د بې کوره شویو وګړو شمېر ۳،۵ میلیون تنو ته رسېدلی دی.
بلوچ ویلي چې یو شمېر ملکي وګړو د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازو ته ویلي چې د جګړې پر دوام سربېره، نامسووله وسله وال پر لارو له خلکو پیسې اخلي.
له بلې خوا، دغه بې ځایه شوي پر لارو د مینونو، ټولنیزو خدماتو د پرې کېدو او د عوایدو له لاسه ورکولو په اړه اندېښمن دي.
ددغه بنسټ ویاند جوته کړې چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ملکي تلفات ۲۹ سلنه زیات شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د ملګروملتونو سازمان د کډوالو لوړې کمېشنرۍ ویلي چي ددغو بې ځایه شویو اړتیاوې زیاتې دي او دغه بنسټ له ننګونو سره سره، له بې ځایه شویو کورنیو سره د خوړو، استوګنځایونو، اوبو او روغتیايي امکاناتو په برخو کې مرستې برابرې کړې دي.
له بلې خوا، ددغه بنسټ ویاند زیاته کړې چې په افغانستان کې دوامداره جګړه، بې کوري، طبیعي آفتونه لکه وچکالي او بې وزلي زیاته شوې ده. ښاغلی بلوچ خبرداری ورکوي چې د جګړې د دوام په صورت کې به په زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې ځایه شي. د ملګروملتونو لوړه کمېشنري له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې حساس پړاو کې په یووالي او ملاتړ سره د افغان دولت او خلکو ترڅنګ ودرېږي. دا په داسې حال کې دي چې د بابر بلوچ په وینا، په اوسني وخت کې بشردوستانه سرچینې کمې شوې او د ملګروملتونو سازمان لوړې کمېشنرۍ د نړۍ له هېوادونو له بې ځایه شویو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.