۸صبح، کابل: واشنګټن پوسټ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې طالبان د دیني امارت د جوړولو په موخه، د افغانستان د تېر حکومت اغېزمن قضايي سیستم له منځه وړی دی.
د دغه راپور پر بنسټ، چې شنبه د سلواغې پر ۲۹ خپور شوی طالبانو زندانونه له نارینه او ښځو ډک کړي او د زیانمنونکو د ساتنې لپاره یې د ټولنیز خوندیتوب شبکې ویجاړې کړې دي.
د خپلو نظریاتو د ودې لپاره د رسنیو کارول او د موسیقۍ بندول او په ټولنه کې د ښځو په شتون بندیز د طالبانو نور ظالمانه حکمونه بلل شوي.
په دې راپور کې د طالبانو منتقدانو ویلي، چې طالبانو د بشري حقونو پر بنسټ ټولنیز نظم د وېرې او ډار پر بنسټ بدل کړی دی.
طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته له بشري حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې کړې او دا شان کړنو ته دوام ورکوي.
د صحرایې محاکمو ترسره کول یو له هغو مواردو څخه دی، چې طالبان په هېڅ ډول نړۍ کې عادي او منل شوي قضايي نظام ته اهمیت نه ورکوي.