موږ خواجه عبدالله انصاري (مړینه ۴۸۱ هـ ق) چې د هرات د پیر په نوم مشهور دی، تر ډېره د هغه د ښو او موزونو مناجاتو له لارې پېژنو، خو حقيقت دا دی چې نوموړی په خپل وخت کې یو له هغو کسانو و چې له خپلو فکري او عقیدوي مخالفانو سره په دښمنۍ کې متعصب او سخت دریځی و او پر هغو کسانو یې هېڅ حساب نه کاوه، چې پر عقلي او تجربوي علومو بوخت وو. د نظامي عروضي د وینا له مخې، هغه په دې لاره کې دومره مخته ولاړ چې د مخالفینو کتابونه به یې سوځول. نظامي عروضي د ادیب اسماعیل په نوم د یوه کس یادونه کوي چې پیاوړی ډاکټر و او د ملک شاه سلجوقي او سلطان سنجر سلجوقي په زمانه کې یې ژوند کاوه. له دغه ډاکټر سره د عبدالله انصاري اړیکې ترینګلې وې او څو ځلي انصاري له خپلو مریدانو سره یو ځای دغه ډاکټر ته زیان رسوي او ان کتابونه یې ورسوځوي. يو وخت خواجه انصاري پخپله په يوې خطرناکې ناروغۍ اخته کیږي او پلویان يې اړ کیږي چې د هغه د ادارو بوتل د بل چا په نوم اديب اسماعيل ته یوسي او هغه چې پوهېده چې ادرار د خواجه عبدالله دي. د نسخې له لیکلو، سپارښتنو او د درملنې د لارې چارې له ورښودلو وروسته، د عبدالله انصاري مریدانو ته چې د ادرارو بوتل یې وروړی و، وایي، خواجه ته ووایاست:« علم باید زده شي او کتابونه باید ونه سوځول شي.»
د دې کیسې د بیانولو موخه دا وه چې ووایو د کتاب سوځول او له کتابونو سره دښمني له لرغونو زمانو راهیسې په دې هیوادونو کې عامه ده او له کتابونو سره دښمني یوازې په طالبانو پورې محدوده نه ده. هرې فرقې او ډلې چې واک خپل کړی، هڅه یې کړې چې د مخالفانو له افکارو سره مقابله وکړي او د هغوی کتابونه او اثار له منځه یوسي. په هغه وخت کې په اوبو د مخالفینو د کتابونو مینځل یا سوځول دومره بد کار نه و لکه نن چې دی. دا چې موږ اوس د کتاب له منځه وړل یا سانسورول یو بد کار ګڼو د هغو نظرونو او تصوراتو پر بنسټ دی، چې په تېرو څو پیړیو کې په تدریجي ډول رامنځته شوي او پیاوړي شوي دي. بې له شکه چې ښایي له یو لړ کتابونو سره د خلکو دښمني زیان رسوونکې وي، خو ناورین هغه مهال نور هم د نه زغملو شي چې سیاسي حاکمیت د کتابونو پر سوځولو او یا بندولو لاس پورې کړي. هغه کار چې اوس یې طالبان کوي.
په دې وروستیو کې طالبانو په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د کتاب د خپرندویو مرکزونو او کتاب پلورنځیو پر ضد پراخ اقدامات ترسره کړي دي. د طالبانو مسوولین، چې د استخباراتو غړي او د طالبانو د کلتور وزارت استازي پکې شامل دي، کتاب پلورنځیو ته ننوځي او هغه کتابونه چې د دوی په اند د دې ډلې پر ضد تبلیغات کوي، یا د دوی د عقیدې خلاف دي، یا په دیني روښانفکرانو پورې اړوند دي او یا د معاصرو افغان شخصیتونو لکه احمدشاه مسعود د ژوندلیک په تړاو لیکل شوي، په هغو موټرو کې اچوي او وړي چې له وړاندې د دې کار لپاره چمتو کړای شوي دي. طالبان د کتاب پلورونکو او خپرندویو مرکزونو له مسوولینو سره له تاوتریخوالي، توهین او سپکاوي ډک چلند کوي او ان هغوی ته سپارښتنه کوي چې د خپلو کتاب پلورنځیو دروازې وتړي او نورو کارونو ته مخه کړي. طالبانو له کتاب پلورونکو غوښتي چې هغه کتابونه ورته پیدا کړي چې د دوی مطلوبه محتوا نه لري او د عقیدې پر خلاف یې دي. هغوی هڅه کوي چې له کتاب پلورونکو نه د هغو لیکوالانو او فرهنګپالانو د نیولو په برخه کې کار واخلي چې د دوی نه خوښېږي.
بې له شکه له کتاب پلورنځیو او خپرندویه مرکزونو سره دغه ډول چلند کلتور ته ستر زیان رسوي او په دې هېواد کې د کتابونو بازار نور هم سوړ او پیکه کوي. د کتاب پلورونکو په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کتابونو بازار له ځوړ سره مخ شوی دی. پخوا د هغو کتابونو یوه لویه برخه چې په ورځني ډول به پلورل کېدل، د پوهنتون او ښوونځیو کتابونه وو. د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په تړل کېدو او له هېواده د ځوانانو د یوې لویې برخې په تللو سره اوس ډېر کم خلک دغه ډول کتابونو پېري. اوس د کتابونو پر وړاندې د طالبانو په تخریبوونکو اقداماتو سره، کم شمېر لوستونکي کتاب پلورنځیو ته ځي، ځکه چې په دغو کتاب پلورنځیو کې خپلې د خوښې وړ کتابونه نه شي پیدا کولای او غالباً دا کتابونه چې اوس هم د چاپېدو او خپرېدو اجازه لري، د مطالعې ارزښت نه لري.
زموږ د هیواد په پرتله په پرمختللو هیوادونو کې په هره سیمه کې یو ښه سمبال عامه کتابتون شته هلته هر ډول کتابونه موندل کېدای شي او له دغو کتابتونو وړیا ګټه اخیستل کېدای شي. سربیره پردې، د دغو کتابتونونو فضا د هغو کسانو لپاره عمومي فضا ده چې مطالعه کوي، څېړنه کوي او لیکنې کوي. له بده مرغه په افغانستان کې تر اوسه داسې دود نه دی رامنځته شوی او په دغه هېواد کې عامه کتابتونونه د کیمیا حیثیت لري. په کابل ښار کې د ګلبهار سنټر مخې ته یو عامه کتابتون شته چې پکې د کتابونو، مجلو او ملي ورځپاڼو په زړه پورې ارشیف د لاسرسي وړ دی، خو اوس دغه کتابتون تقریباً تړل شوی او د مطالعې د سالون دروازې ته یې تل لوی کولپ ورلوېدلی وي. ريښتیا خبره خو دا ده، چې حالاتو خلک دومره تر فشار لاندې راوستي چې په سختۍ سره څوک وخت پیدا کوي چې هغو کتابتونونو ته ولاړ شي چې د خلکو د لاسرسي وړ دي.
د مذهبي علماوو د د دیني نفوذ ننګول
له نویو کتابونو سره د طالبانو او ملا طبقې د مبارزې اصلي لامل دا دی چې هغه کتابونه چې په فارسي ژبه لیکل شوي یا ژباړل شوي دي، په تدریجي ډول د ملایانو دیني واک تر پوښتنې لاندې راولي او د انتقادي چلند په ترویج سره هغه کلیشې چې د ملایانو له خوا یې تبلیغ کیږي، کمزورې او نامعقولې وښيي. مذهبي علما له پخوا زمانې دا عادت لري هره خبره چې کوي، د الله او د هغه د رسول د خبرې مترادفه يې ګڼي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې له هغې سره مخالفت وکړي او که کوم چا د مخالفت جرأت وکړ، بېلابېل تورونه پرې لګوي او منزوي او څنډې ته کوي یې. د نظریو خپرول چې د بشریت په ډګر کې د کتابونو له لارې ټولنې ته لاره پرانیزي، یقیناً د هغو مذهبي علماوو نفوذ کمزوری کوي چې د وخت له بدلونونو سره ګام نه اخلي. په یوه ټولنه او چاپېریال کې چې انتقادي فکر بنسټیز شوی وي، کلیشې له منځه ځي او استدلال د مرجعیت پالنې ځای نیسي او هغه خلک چې پر ځان بشپړ باور لري، ځان ته دا حق ورکوي چې په هره برخه کې خپل نظر څرګند کړي او ښه او بد سره جلا کړي. طالبان له کتابونو سره مطلقه دښمني نه لري، او ډېر یې خوښېږي، چې د پیښور د قصه خوانۍ بازار کتابونه په افغاني ټولنه کې ښه ډېر پېرېدونکي پیدا کړي. د قصه خوانۍ بازار کتابونه زاړه ارزښتونه پياوړي کوي او د مذهبي علماوو نفوذ پراخوي او خرافاتو ته وده ورکوي او دوديز مرجعیتونه سپېڅلي ښکاره کوي، له همدې امله طالبان ورسره د دښمنۍ لپاره هېڅ دلیل نه لري. استبدادي نظامونه له کتابونو سره دښمني نه لري، بلکې د خپلې خوښې کتابونه ترویجوي او تبلیغوي. کله چې ستالین مړ شو، یوازې د هغه په شخصي کتابتون کې ۲۵زره کتابونه وو.
ایراني کتابونه او فارسي ژبه
سره له دې چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د کتابونو د خپرولو صنعت په پراخېدو دی، اوسمهال د افغانستان په کتاب پلورنځیو کې تر ډېره ایراني کتابونه پلورل کېږي. له ایراني کتابونو سره د طالبانو د مخالفت یو لامل دا دی چې دوی ګومان کوي دا کتابونه د کتاب لوستونکو په منځ کې فارسي ژبه دودوي، داسې ژبه چې د دوی په اند له دري ژبې سره توپیر لري او په دودېدو سره یې دري ژبه تر یرغل لاندې راځي او خپلې ځانګړتیاوې له لاسه وورکوي. طالب پلوه کارپوهان دا خبره تکراروي چې ایرانیان د خپلو کتابونو له لارې په افغانستان کې د فارسي ژبې په دودولو سره د هېواد ځايي ژبو ته بهرنۍ کلمې او اصطلاحات ننباسي. هم د طالبانو په دوره کې او هم د جمهوریت په دوره کې د ملي اصطلاحاتو موضوع یوه له جنجالي او پاروونکو مسألو پاتې شوې او په پرلپسې توګه دواړو لورو ورته ته لمن وهلې ده.
له ایراني کتابونو سره د مخالفت یو لامل د شیعه مذهب له پراختیا د طالبانو او د هغوی د همفکرانو وېره ده . طالبان ځانونه د حنفي مذهب پیروان ګڼي او ټینګار کوي چې حنفي مذهب د اکثریت افغانانو مذهب دی او حاکمیت یې هم باید د ترویج لپاره هڅې وکړي. دې ته له پام پرته چې ایا طالبان رښتیا هم مذهبي پیروان دي او کنه، دا څرګنده خبره ده، چې دا ډله تصور کوي چې د خلکو په منځ کې د انساني علومو د کتابونو په خپریدو سره به د حنفي مذهب ارزښتونه زیانمن شي. په دې ډله کې ان داسې کسان هم شته چې فارسي ژبه او شیعه مذهب یو له بل سره مترادف ګڼي. دغه شمیر طالبان فکر کوي چې افغانستان ته د ایراني کتابونو په رسیدو سره به په اوتومات ډول په دغه هېواد کې شیعه مذهب هم پراختیا مومي او ځايي باورونه له منځه وړي. البته بايد يادونه وشي چې اوسمهال د افغانستان د نفوس يوه برخه د جعفري او اسماعيلي مذهبونو پيروان دي او له پېړيو راهيسې دلته ژوند کوي. خو ظاهراً طالبان دې مسألې ته ډېر اهمیت نه ورکوي.
د پوهې د سرچینو تنوع بې باوري رامنځته کوي
طالبان پردې باور دي چې د علم د سرچينو تنوع انحراف او بې اعتقادي رامنځته کوي او دا مسأله د اسلامي ټولنې لپاره ستر خطر دی. په پخوا وختونو کې داسې انګېرل کېده چې حقیقت هغه څه دی چې په اسانۍ سره ترلاسه کېدای شي. اوس څرګنده شوې، چې حقیقت یو پیچلی مفهوم دی او په بشپړه توګه ورته لاسرسی که ناممکن نه وي، نو ستونزمن خو دی. ځینې هغه کتابونه چې په ایران او افغانستان کې په فارسي ژبه خپاره شوي دي، په یو نه یو ډول دې مسألې ته کتنه کوي او لوستونکي د زړو ادعاوو د سموالي او ناسموالي جاج اخیستنې ته رابولي او د پخوانیو عقایدو د بیا کتنې پر اړتیا ټینګار کوي. طالبان پر دې باور دي، چې دغه افکار په ځوانانو کې بې باوري خپروي. طالبان ګومان کوي چې انسانان یو سرپرست ته اړتیا لري او دا د دې ډلې مسؤلیت دی چې د هغوی سرپرستي پر غاړه واخلي او سمه او ناسمه لاره وروښيي. طالبان په خپلو عقیدو کې متعصب او سخت سرې دي، ځکه دوی تل یې له یوې سرچینې زده کړې ترلاسه کړي او له نورې نړۍ بې خبره دي. دوی فکر کوي چې ډول ډول سرچینې ګمراه کوونکي دي او په نننۍ څپڅانده او پیچلې نړۍ کې پخوانیو متنونو ته په مراجع سره د ټولو پوښتنو ځوابونه ترلاسه کېدای شي. دوی غواړي چې په خپله خاوره کې میشتو خلکو ته په هغه ډول ښوونه او روزنه ورکړي په کوم ډول چې پخپله روزل شوي دي.
په پای کې باید ووایو چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم د کتاب پر وړاندې ارتجاعي او د منځنیو پېړیو چلند درلود او دا ځل هم په پراخه کچه هماغه تګلاره تکراروي. د پوهنې او کلتور په ډګر کې د دې ډلې کړنې هم په لومړي پړاو کې او هم اوس ناوړه او زیان رسوونکې دي. بې له شکه چې له کلتور سره دا ډول مقابله نه یوازې د ټولنې له روغتیا سره مرسته نه کوي، بلکې د پراختیا او پرمختګ له کاروان سره یوځای کېدو ته د هغې د چمتو کېدو مخه نیسي. دا هم باید په یاد ولرو، چې تجربې ثابته کړې چې په کومه ټولنه کې چې کتابونه ارزښت نه لري، د انسان ژوند هم بې ارزښته دی. د جرمني شاعر هاینریش هاین ویلي: «چیرته چې کتابونه سوځوي، بالاخره به خلک هم وسوځوي.»