۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د روغتیايي سکتور د لنډمهالي لومړیتوبونو په اړه یوه ناسته په دوحه کې دایره کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان نن چهارشنبه د کب پر ۱۰ د یوې ویناپاڼې په خپرولو ویلي، چې دا ناسته د مارچ له ۲۹ تر ۳۱ پورې د قطر په پلازمېنه دوحه کې کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، قطر، د طالبانو سرپرست حکومت، مرستندویه بنسټونو او د بشردوستانه مرستو نورو شریکانو استازو ګډون کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ناسته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو او تغدیې د ننګونو او د ستونزو د هواري په موخه دایره شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د خبرپاڼې پر اساس، په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره بېړنی اقدام هم د دې ناستې د اجنډا یوه برخه ده.
د روغتیايي سکتور د ملاتړ لپاره په ټولیزه توګه د ستراتیژیکو لورو پر وړاندې د افغانانو د حساب ورکولو د پیاوړتیا لپاره د کړنلارې په شمول، د نړیوال ملاتړ اغېزناکه څارنه، د غونډې نور مهم ټکي دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغانستان له اقتصادي بې ثباتۍ، وچکالۍ، د خوړو ناامنۍ، د خوارځواکۍ زیاتولي او کوویډ – ۱۹ ناروغۍ سره مخ دی.
ویل کېږي، چې دا ننګونې د دې سبب شوې، چې د افغانستان ناورین په نړۍ کې یو چټک بشري بحران وبلل شي.