د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا د افغانستان د وضعیت په هکله اندېښته په ډاګه کړې ده. د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش شنبه د سلواغې پر ۹ ویلي، چې په افغانستان کې نجونې او مېرمنې د کار، زده کړې او عدالت له حق څخه محرومې دي. د ملګرو ملتونونو سازمان په باور، که د طالبانو سرپرست حکومت په نړیواله ټولنه کې خپل غړیتوب ثابتول غواړي، باید د بشر اساسي حقونه چې په هرې نجونې او مېرمنې پورې اړه لري، په رسمیت وپېژني.
په وروستیو میاشتو کې دا څویم ځل دی، چې نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د افرادو د حقونو د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د نجونو ښوونځي تړل شوي او ډېری یې د راتلونکي په اړه اندېښمنې دي. که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت وايي، چې په راروانو میاشتو کې به ښوونځي پرانیزي، خو لا هم د نجونو زده کوونکو اندېښنې نه دي هوارې شوې. له بده مرغه د دغې چارې په تړاو نجونو زده کوونکو او کورنیو ته يې هېڅ ډول وضاحت نه دی ورکړل شوی. هغوی د طالبانو مخینې ته په کتو باورمنې دي، چې ښوونځي به یې بیا خلاص نه شي.
همداراز د تېرو میاشتو په اوږدو کې، په هېواد کې د ملکي خدماتو ښځينه کارکوونکو هم دولتي ادارو ته د تګ اجازه نه ده ترلاسه کړې. هغوی ان اعتراض وکړ او ويې ویل، چې لا یې هم ستونزه نه ده حل شوې. د طالبانو سرپرست حکومت وايي، چې د دولتي کارکوونکو معاش ورکوي او د وضعیت تر روښانېدو پورې دې د ملکي خدمتونو ښځينه کارکوونکې په کور پاتې شي. په ورته وخت کې، دا اندېښنې لا پر ځای پاتې او خلک او نړیواله ټولنه ان باور نه لري، چې ښځینه کارکوونکې به بېرته کار ته ستنې شي. پر ښځو لا ډېرو بندیزونو دا اندېښنې زیاتې کړې هم دي.
له بده مرغه د طالبانو سرپرست حکومت د خلکو اندېښنې له پامه غورځولې دي او د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره يې جدي ګام نه دی اخیستی. مسوولان د هرې پېښې په تړاو چې په هېواد کې کېږي، باید وضاحت ورکړي او خلکو ته ځواب ووايي. د بشري حقونو په اړه کوچنۍ بې پروايي هم هېوادوال له اندېښنو سره مخامخوي. خلک باید د خپلو حقونو په تړاو وپوهېږي. هغوی د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو، ملکي بنسټونو ته د ښځینه کارکوونکو د نه اجازې، د عامه خدماتو د پڅوالي او نورو محدودیتونو په اړه پوښتنه کوي. د خلکو ټولو پوښتنو ته باید په معین وخت کې ځواب ورکړل شي، چې د خپلو اساسي حقونو په اړه ډاډمن شي.
بله موضوع نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو بنسټونو ته ځواب ورکول دي. نړیواله ټولنه لا ډاډه نه ده، هغه څه چې د طالبانو سرپرست حکومت وايي او هغه څه چې ترسروي، سره ورته وي. د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي نظر په نړیواله ټولنه کې د طالبانو د سرپرست حکومت د غړیتوب په هکله دا اندېښنې په څرګنده بیانوي. هغوی د اوسني رژیم مشروعیت د بشري حقونو په ساتلو او نورو شرایطو پورې تړي. تر هغې چې دا شرایط عملي نه شي، هېڅ هېواد یا نړیوال سازمان به د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژني.
د طالبانو سرپرست حکومت باید پوه شي، چې د نړیوالې ټولنې ډاډ د افغانانو په تاییدۍ پورې تړلی دی. نړیوال سازمانونه وضعیت د خلکو له خولې پوښتي او ارزوي یې. تر هغې چې خلکو ته شرایط عادي نه شي او د خپلو پوښتنو ځواب ترلاسه نه کړي، نړیواله ټولنه به د طالبانو سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو ته لاره هواره نه کړي. ښه به وي، چې په اوسنیو شرایطو کې نجونې ژر ښوونځيو ته ستنې شي او هغوی ډاډمنې شي. همداراز ښځینه کارکوونکې هم دولتي ادارو ته ستنې او هغوی ته د دغو حقونو لاسرسي خوندي زمینه چمتو شي. د بشري حقونو په اړه د کوچنۍ اندېښنې هواری، نړیواله ټولنه دې ته قانع کوي، چې د واکمن رژيم مشروعیت وختي او غیرمنطقي نه دی.