له نيمې پېړۍ ډېره موده کېږي چې د خپلو سيمه ييزو سیالانو په وړاندې د اسرائيلو غښتلي کول او د سيمه ييزو ننګونو پر وړاندې ددې هېواد د امنيت ټينګښت د امريکا د بهرني سياست له اصولو څخه دي چې په بې سارې توګه ددغه هېواد د کانګرس له لوري يې ملاتړ کېږي. د غزې وروستی کړکېچ چې ۱۱ ورځې يې دوام وکړ، ۲۵۰ فلسطيني او ۱۲ اسرائيلي وګړي په کې ووژل شول او په زرګونه تنه يې ټپيان کړل. د امريکا متحده ايالتونو نه یوازې د ځان د ساتنې لپاره د اسرائيلو له بريدونو ملاتړ وکړ، بلکې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څلور ناستې يې بې پايلې پايته ورسولې او ددې سازمان له لوري د اعلاميې د صادرولو مخه يې ډب کړه. کړکېچ لا ختم شوی نه ؤ چې په دې هکله غږونه پورته شول چې امريکا پر اسرائيلو د ۷۳۵ ميليون ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې دي. هغه څه دي چې امريکا يې اسرائيلو ته دومره لېواله کړې؟ په دې لیکنه کې تر یوه بریده دغې پوښتنې ته ځواب ورکړ شوی دی.
کله چې اسرائيليانو په منځنۍ آسيا کې د خپلواک دولت شته والی اعلان کړ، له همدې اعلانه څو ثانيې وروسته د امريکا ولسمشر ترومن د ۱۹۴۸ کال په نيمه شپه کې هغه په رسميت وپېژانده. له هغه اعلانه وروسته امريکايانو په نړۍ کې د يوازيني يهودي دولت په توګه د اسرائيلو د امنيت ټينګښت پر غاړه واخيست. د دوهمې نړيوالې جګړې په سبا ورځ امريکا چې په نړۍ کې يې د یوه لوی ځواک په توګه په آسیا کې د اروپايي او په اروپا کې د آسيايي ښکېلاکونو د قدرتونو ځای ډکاوه، د منځنۍ آسيا د تېلو او جغرافیايي موقعیت له امله دا سیمه د امریکا لپاره په یوه ستراتیژيکه او مهمه برخه بدله شوه.
که څه هم د امريکا له لوري د اسرائيلو ملاتړ ددغه هېواد پر وړاندې د منځنۍ آسيا د اولسونو او دولتونو غوسه راوپاروله؛ خو د منځنۍ آسيا هېوادونو امريکا ته د بریتانیې له واکمنۍ د خلاصون، د اقتصادي، پوځي او سیاسي بنسټونو د ودې او په سيمه کې د کمونيزم د کابو کولو لپاره د تکيې او اړم په سترګه وکتل. نو په همدې اساس، د اسرائيلو د امنيت ټينګښت، د پخواني بریتانوي ښکېلاک د له منځه وړلو او په سیمه کې د انګلستان او فرانسې د پوځي او سياسي حضور سره برابر ؤ. همداراز د منځنۍ آسيا په سيمه کې انحصاري نفوذ د امريکا ترټولو مهمه ستراتیژيکه موخه وه.
د عربو او اسرائيلو په مسئله کې امريکا په داسې بڼه چلند کاوه چې له عربو او اسرائيلو سره تعادل برابر کړي؛ له يوه اړخه يې اسرائيل د دولت په توګه په رسميت پېژندل او هر کوم ګام چې ددغه دولت د دړې وړې کېدو لامل کېده هغه یې نه مانه، له بله اړخه يې هڅه کوله چې عربان هم له ځان سره ولري او عربان دا احساس ونه کړي چې اسرائيلو ته يې ددوی په پرتله لومړيتوب ورکړی. دغه سياست ددې لامل شو چې امريکا د اسرائيلو او متحدینو پر خلاف د سويس په کړکېچ کې د مصر پر وړاندې ونه درېږي او جمال ناصر د سويس کانال په جګړه کې د اسرائيلو، فرانسې او بریتانیې په وړاندې بري ته ورسېږي او ددې لپاره چې د اسرائيلو پر وړاندې په ژمنه کې پاتې را نه شي، نو د بریتانیې او د بغداد تړون د غړو هېوادونو پر فشارونو سربېره تر وروستيو پورې له دغه تړون سره يو ځای نه شوه.
امريکا په منځنۍ آسيا کې د ترکيې، پاکستان او سعودي عربستان ترڅنګ اسرائيلو ته د يو متحد په توګه کتل. په شپږ ورځينۍ جګړه کې د مصر پر وړاندې د اسرائيلو بريا، اردن، سوريه او امريکا په سيمه کې د اسرائيلو وړتيا او د منځنۍ آسيا په بدلونونو کې د هغه اهميت ته متوجه کړل.
امريکا له هغې جګړې وروسته د اسرائيلو پر وړاندې خپله ستراتېژي بدله کړه او د اسرائيلو دولت د ساتنې پر ځای يې د ګاونډ او سيمې هېوادونو پر وړاندې په پوځي او نورو اړخونو کې اسرائيلو ته غوره والی ورکړ. په داسې ډول چې اسرائيل د سيمې دولتونو او يا د دولتونو د اتحاد په وړاندې د مقابلې وړتيا ولري.
اسرائيل د امريکا د ستراتېژۍ تر سيوري لاندې نن ورځ د سيمې غښتلی پوځي ځواک لري. اسرائيل د نړۍ له نهو اتمي قدرت لرونکو هېوادونو څخه دی. د اسرائيلو د لومړني دښمن په توګه مصر اوس د هغه دوست او ملګری دی. سوريه دومره کمزورې ده چې له اسرائيلو سره د جګړې فکر هم نه کوي. امريکا غواړي د اسرائيلو پوځ له پوځي پلوه غښتلی «qualitative military edge» وي. په دې معنی چې په سيمه کې هېڅ داسې يو هېواد له اسرائيلو پورته پوځي ځواک ونه لري او د سيمې هر هېواد او يا د هېوادونو د اتحاديې په وړاندې د مقابلې وړتيا ولري.
په سړه جګړه کې امريکا د اسرائيلو په ملاتړ د مصر، سوريې، وروسته د عراق او …. بې پرې دولتونه کابو کړل، امریکا وتوانېده په سيمه کې د شوروي اتحاد د نفوذ مخه ونيسي او د سيمې د یوازيني ځواک په توګه پاتې شي. د سړې جګړې په سبا اسرائيلو د ايران او عراق په کابو کولو، د صدام حسين په له منځه وړلو، د سوريې په کمزوري کولو، د اسلامي نړۍ ترټولو قدرت لرونکې سیاسي ډلې په توګه د اخوان المسلمين لالهانده کولو او په سيمه کې د القاعدې او داعش ډلو په ځپلو کې مهم او رول لرلی دی.
بایډن او اسرائيل
بایډن د «ډيپلوماسۍ بيا راګرځېدلې» تر عنوان لاندې خپل بهرني سیاست په شعار سره سپينې ماڼۍ ته لاره پیدا کړه. بايډن د ټرمپ پر يو اړخيز سياست نیوکه وکړه او ژمنه يې وکړه چې له خپلو متحدينو سره به يو ځای د نويو نړيوالو ننګونو په لور ولاړ شي او ژمنه يې وکړه چې نړيوال نظامم ته به د امريکا مشري بېرته راګرځوي. د بايډن شعارونو د امريکا په بهرني سیاست کې د بدلون په اړه هيله مندي رامنځته کړې؛ خو په عمل کې ليدل کېږي چې امريکا د بهرني سياست په لويو موضوعاتو کې «د چين او روسيې کابو کول، د ايران مسئله، د اسرائيلو امنيت او له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل» دي، بايډن هم په هغه لاره روان دی چې ټرمپ پرې روان ؤ.
د منځنۍ آسيا ترټولو غوره بهرني قدرت په توګه، امريکا له لاندې پنځو ننګونو سره مخ ده: د روسيې او ايران نفوذ، اسلامي ترهګري، د امريکا ضد عمومي افکار، د چين د اقتصادي نفوذ وده او د اسرائيلو د امنيت مسئله. اسرائيلو په سړه جګړه کې په نوييمه لسيزه کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ثابته کړې چې په سيمه کې د امريکا د بريالي کېدو لپاره مهم رول لوبولی شي. امريکا غواړي چې اسرائيل همداسې له کورونا او ټرمپ وروسته د منځنۍ آسيا نويو نړيوالو اوښتونونو او بدلونونو کې له امریکا سره د نويو ګواښونو د مخامخېدو په برخه کې همکاري وکړي.
د اسرائيلو ترڅنګ ترکيه، عربستان، افغانستان او پاکستان هم په سيمه کې د امريکا متحدين دي. دې ته په کتو سره د اسرائيلو په څېر له پورته یادو هېوادونو سره د امريکا ستراتيژيکې اړيکې په منځنۍ آسيا کې د دغه هېواد د ستراتېژۍ د عملي کېدو لپاره اغېزناکې ثابتې شوې دي. ترکيه د عدالت او پرمختګ ګوند په مشرۍ د ناټو د پياوړي غړي په توګه خپلواک سياست لري او په ډېرو مواردو کې بل ډول او له امريکا سره په ټکر کې موخې څاري. سعودي عربستان سره له دې چې کافي مالي امکانات او پيسې لري خو د اسرائيلو په څېر پوځي او استخباراتي وړتيا نه لري.
پاکستان د چين يو له ستراتيژيکو متحدينو څخه دی چې د ټرمپ له واکمنۍ وروسته لږترلږه د سړې جګړې او کورونايي وضعيت کې د امريکا لپاره له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پاتې راغی. افغانستان په کورنۍ جګړه او له طالبانو سره د سولې په مسئله کې بوخت دی او امريکا هوډ لري چې له افغانستانه ووځي. هند په منځنۍ آسيا کې دومره نفوذ نه لري. يوازې اسرائيل دی چې د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره پوځي او استخباراتي وړتيا لري او له امريکا سره ښه راشه درشه لري. له اسرائيلو پرته په نورو هېوادونو کې له امريکا سره د مخالفت کچه ډېره لوړه ده.
پايله
د سړې جګړې له پيله کله چې امريکا منځنۍ آسيا ته د ننه شوه، لومړنۍ موخه يې د منځنۍ آسيا انحصاري کنټرول، د امريکا د نفوذ په وړاندې د هر ډول ګواښ له منځه وړل او په سيمه کې د لويو قدرتونو د نفوذ مخنيوی دی. امريکا تراوسه په فارس خليج کې د پاتې کېدو، د سيمې له هېوادونو سره پوځي او سياسي اړيکو، د جګړو ترسره کولو او د سيمې د هېوادونو په پرتله د اسرائيلو د غوره والي له لارې خپلې موخې ترلاسه کړې دي.
په منځنۍ آسيا کې ترهګري تراوسه په بشپړه توګه نه ده ورکه شوې. ايران د خپلو يوارنيمو د بډایه کولو ترڅنګ په هره جبهه کې د امريکا مخالف قوتونه او سيمه ييز متحدين له پوځي اړخه غښتلي کوي او هره ورځ چين او روسيې ته نږدې کېږي. روسيه د منځنۍ آسيا په بدلونونو کې له اغېزناکو قدرتونو ګڼل کېږي. داعش او القاعده اوس هم د امريکا د موخو لپاره بالقوه ګواښونه دي. کله چې اسرائيل له پوځي اړخه غښتلی وي، نو دا له امريکا سره مرسته کوي چې د شته ګواښونو په وړاندې بریالۍ شي او دې کار د اسرائيلو ارزښت لوړ کړی دی.