مریدنامه ۲۵

لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال

د یوه عجیب هېواد پولې ته ورسېدل، دې ته یې د هدیرو هېواد ویل. دلته کلي او ښارونه نه وو، ټول خلک په هدیرو کې اوسېدل او د خپلو نیکونو قبرونه او هډونه یې ساتل. د ژوندیو رنګونه هم د مړیو په څېر وو، سپېره مخونه اوکوړاغې کوړاغې سترګې. ماشومان یې بربنډ د قبرونو ترمنځ په لوبو اخته وو، هر چا د څو قبرونو ترڅنګ یوه د لوخو او اغزیو جونګړه جوړه کړې وه او همغلته یې د خپلو نیکونو او خپلوانو قبرونه ساتل.
مرید یو هدیره ساتونکی وپوښت: قبرونه له چا ساتئ؟
هغه په حیرانتیا ځواب ورکړ: له خپلو دوښمنانو څخه، دلته هر قوم غواړي د بل قوم قبرونه ونړوي او د خپلو نیکونو قبرونه جوړ کړي. په هدیرو کې ځینې قبرونه خوار او سپېره وو، خوځینې نور یې ښکلي، پسوللي، له دنګو منارو او ګومبدو سره، هدیره ساتونکي وویل: ښکلي قبرونه د هغو خلکو دي، چې پلویان یې د نورو قبرونو د ساتونکیو کورونه لوټي او ژوندي وژني، دوی خپله ټوله شتمني پر قبرونو لګوي. هدیره ساتونکي لرې څو غونډیو ته ګوته ونیوله :
هاغه سمسورې غونډۍ د دې وطن د وسله والو زورواکو دي، هغه یې لا په ژوند د خپلو قبرونو لپاره په زوره نیولې دي، د دوی ټول قوم اوس هاغه غونډۍ ساتي او پر قبرونو یې پیرې کوي.
مرید حیران شو، خپل ببرسری پیر یې وپوښت، چې د دې هېواد راز ورته ووايي.
پیر له خندا نه تاوراتاو شو، پر بډوډو یې لاسونه کېښول: خبر شه ! چې د دې هېواد اوسېدونکیو د ژوند چینه ورکه کړې ده، له هماغې ورځې څخه راپه دې خوا دوی پر داسې ناروغۍ اخته شوي، چې راتلونکې یې هېره ده. د دې هېواد د اوسېدونکیو له حافظې څخه د ( نن) او ( سبا) ټکي او مانا توږل شوي او په دې نومونو څه نه پېژني. د دوی لپاره هرڅه ( پرون ) دی، پرون د دوی ویاړ، ژوند او د ژوند هدف دی. ځکه خو مړه نیکونه او پخواني خلک چې د ( پرون ) استازي دي، پر دوی حکومت کوي.
او مرید پوه شو، چې دا خلک به ایله هغه وخت له دې ناروغۍ څخه ورغیږي، چې د ژوند چینه بیا مومي.

ورته لیکنې

Back to top button