دا چې وار له مخه په کابل کې د ژمي موسم پيل شوی، د ډبرو سکرو لوګي د پلازمیني آسمان تیاره کړی دی. کابل ښار ته د سکرو پر وارداتو د محدودیت د نه لګولو له امله، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله، د ډبرو سکرو د پیر پلور کچه لوړه ده. نورو امکاناتو ته د نه لاسرسي په صورت کې، د کورونو د ګرمولو لپاره سکاره، د ښاریانو لپاره د لاسرسي وړ سون توکي دي. له همدې امله د هوا په سړېدو سره هره ورځ د سکرو د سوځولو کچه لوړېږي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هر کال یوازې په کابل کې د ککړې هوا له امله کابو ۳۵۰۰ تنه ژوند له لاسه ورکوي. د هوا تر ټولو ککړونکي په کورونو، دفترونو او کارخونو کې د سکرو، ډول ډول پلاستیکي توکو، ربړونو او د موټر د ټیرونو سوځول دي چې لوګی یې په بشپړه توګه زهري دی او د بېلابېلو ناروغیو لکه؛ ساه لنډۍ، سرطان، د زړه او سږو د ناروغیو، حساسیت، د تنفسي دستګاه د ستونزو او په پای کې د مړینې لامل کېږي. د هوا ککړتیا همداراز په انسانانو کې د نورو ډول ډول ناروغیو لامل کېږي چې تر ډېره ماشومان او بوډاګان له دغو خطرونو سره مخامخ دي.
د هوا اصلي ککړوونکي:
د هوا په ککړتیا کې ډېر لاملونه رول لري، خو په دې لیکنه کې څو ککړوونکي چې د هوا په ککړتیا کې تر ټولو زیات رول لري ارزول کېږي:
کاربن مونواکساید (CO): دا یو بې بویه او بې رنګه خو بشپړ زهري ګاز دی. دا ډول ګاز د کافي اکسیجن د نشتوالي پرمهال د سکرو او لرګیو د سوځولو، او د سکرو او لرګیو د نیمه سوځولو له امله تولیدېږي. دا ډول ګاز د ناسمو بخاریو او یا یې غلطې کارونې له امله تولیدېږي چې د انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي. په یوه تړلې کوټه کې ددغه ګاز شته والی نه احساسېږي. کله چې دا ګاز تنفسي سیستم ته داخل شي، سملاسي د وینې له هموګلوبین سره یو ځای کېږي. هموګلوبین داسې پروتین دي چې د وینې په سرو کرویاتو کې موجود دي او رول یې په وینه کې د اکسیجن لېږدول دي.
کاربن مونو اکساید ګاز په وینه کې د اکسیجن د لېږد او په لنډمهال کې د انسان د بېهوښۍ او د وخت په تېرېدو سره د مړینې لامل کېږي. ددغه ګاز له ناوړه پایلو د سترګو د لید کمزورتیا، د زړه نامنظمو حرکاتو او د ساه اخیستو ستونزو ته اشاره کولای شو چې د کچې په لوړېدو سره یې په شلو ساعتونو کې د مړینې لامل کېږي.
اکساید سلفر(SO2): د ډبرو سکرو او تیلو په شان سون توکي زیاته اندازه سلفر جوړوي. د هرې کیلو سکرو له سوځولو، شل کیلو اکساید سلفر په هوا کې خپرېږي. دا ګاز هم په انسانانو کې د ډول ډول ناروغیو لامل کېږي. اکساید سلفر د تنفسي سیستم د ستونزو، په تېره بیا د پوزې او ستوني د ناروغیو لامل کېږي. سلفر یو زهري عنصر دی چې په تنفس سره یې، تنفسي ستونزې، د سږو د دفاعي سیستم د کمښت او د زړه او سږو ناروغیو د زیاتوالي لامل کيږي.
نایتروجن دای اکساید (NO2): دا یو ډول ککړوونکی ګاز دی چې د هوا په ککړتیا کې مهم رول لري. دغه ګار هم د انساني فعالیت په تېره بیا د سکرو، تیلو او ګازو د سوځولو په پایله کې تولیدېږي. د هرې کیلو ډبرو سکرو له سوځولو شل کیلو نایتروجن دای اکساید هوا ته خپرېږي. له دې امله په کابل ښار کې د زرګونه ټنه سکرو په سوځېدو، په میلیاردونه ګرامه نایتروجن دای اکساید د پلازمیني په فضا کې خپرېږي.
دا ګاز د سږو د داخلي برخو د پړسوب او سوځېدو او تنفسي ستونزو لامل کېږي. دغه ګاز د میکروبونو په وړاندې د سږو مقاومت کموي او تنفسي سیستم زیانمنوي. د بدن د دفاعي سیستم له کمېدو سره انسان په آسانۍ سره په شري، ټوخي، آنفولانزا او نورو تنفسي ناروغیو اخته کېدای شي.
د سکرو لګوی او کورونا؛ د کابل ښاریانو واقعي وژونکي
په دې ورځو کې د کورونا د دوهمې څپې د راتلو خبره کېږي، په دغه ویروس د اخته وګړو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي او د روغتونونو بسترونه د ډکېدو په حال کې دي. له بلې خوا، د یخنۍ په راسېدو سره د کابل هوا د زهرجنېدو په حال کې ده. د زرګونه ټنو سکرو په سوځولو سره ډول ډول وژونکي ګازونه د هوا د ککړتیا لامل کېږي.
لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، ددغو ګازونو د تنفس له امله ناروغۍ د بدن دفاعي سیستم کمزوری او د کورونا ویروس لپاره بدن چمتو کوي. ویلای شو چې ددغو دوو ستونزو په وړاندې د عملي ګامونو د نه اخیستو پر مهال د ډبرو سکرو لوګي او کورونا ویروس د کابل ښاریانو دوه اصلي وژونکي دي.
له بده مرغه، تراوسه د چارواکو او دولت لخوا ددغو دوو ناوړه ښکارنده د مخنیوي لپاره هېڅ عملي کار نه دی شوی. خلک روغتيایي سپارښتنو ته پام نه کوي. د لویو ښارونو د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره هم هېڅ عملي ګامونه نه دي پورته شوي. له دې امله ښايي ددغه راز وضعیت دوام د زیات شمېر وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.