پرېږدئ چې له دې ځایه یې پیل کړم چې نن سبا طالبان کولای شي چې د ښځو او نجونو غږ د مرمیو په آواز چوپ کړي، خو دا خرافاتي ډله په هغه څه نه پوهېږي چې هیلې او ارمانونه د مرمیو ضد دی. هغه شپه د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر څرګندونې زما د ژوند تر ټولو اوږد وېروونکی خوب و. کله مې چې واورېدل د نجونو د تعلیم منع کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم دی او دا چې ښځه د سړي ملکیت دی او په ښځه فرض ده چې د سړي په خدمت کې وي، نه چې تعلیم وکړي.
له دې چې زه له حقوقو او سیاسي علومو فارغه یم او د بېلابېلو قوانینو او نظامونو تطبیقي او مقایسوي زده کړې مې کړې دي، په دقیق ډول پوه شوم چې د اسلامي شریعت له مخې ښځه د خاوند له اجازې پرته د زده کړې حق نه لري. هغه د خاوند له اجازې پرته له کوره د وتلو حق نه لري. هغه د خپل مېړه له اجازې پرته (د خپلو پیسو چې خپله یې ګټلي) د مصرف کولو حق نلري. هغې ته اجازه نه ورکول کېږي چې آن د خپل میړه له اجازې پرته خپل مور او پلار ته هم دروازه پرانیزي. په کامله توګه د خاوند له اجازې پرته د اوبو څښلو او تنفس کولو اجازه نه لري او یوازې د نارینه جنسي غلامه ده او د اسلامي شریعت له مخې یوازې د خوراک، جامو او کور د نشتوالي په صورت کې اعتراض کولای شي او په مقابل کې سړی د بل واده کولو او د جامو ډول او د پیسو مصرف یا سفر کولو په ګډون په هېڅ ډګر کې یوې مېرمنې ته د ځواب ورکولو مسؤلیت نلري. له همدې امله اسلامي هېوادونه په ځانګړې توګه د طالبانو حکومت چې په نړۍ کې د ښځو د پرمختګ ضد قوانین لري، دا خپل حق ګڼي چې ښځې له زده کړو او کار کولو منع کړي.
ولې په ملګرو ملتونو کې د ښځو د وضعیت په اړه د ښځو په کمېسیون کې د افغانستان د ښځو استازې بې پروا دي؟ زه نه پوهېږم که په ملګروملتونو کې افغان مېرمنو د کمېسیون غړیتوب لري، نو بیا ولې په دغه کمېسیون کې داسې کوم بحث نه دی شوی او نه هم تعقیب شوی دی؛ پرته له دې د ښځو په کمېسیون کې د طالبانو لاسپوڅي استازي ګمارل شوي وي. که چېري داسې وي، افغانستان باید د دی سازمان له غړیتوبه وایستل شي.
که د تېر په اړه خبرې وکړم، د جمهوریت لپاره په شلو کلونو کې ښځو ډېر کارونه کړي او نن هم علم ثابته کړې چې ښځې د استعداد له مخې له نارینه وو سره توپیر نه لري او افغان مېرمنې آن د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره په پلان جوړولو او اداره کولو کې د طالبانو پرتله ښه وړتیا لري. ځکه چې ټولو طالبانو یوازې دینې زده کړې کړې، خو د جمهوريت په شل کلنه موده کې ښځې او نجونې متشبثې، مشرې او مخکښې وې چې په بېلابېلو تخصصونو کې روزل شوې لکه ډاکټرۍ، څېړونکې، انجینري، حقوق پوهانې، هنرمندانې، ژورنالیستانې، ریاضي پوهانې او ورزشکارانې چې د ټولنې په ټولو برخو کې فعالې وې او آن د اردو لپاره روزل شوې دي او په مختلفو کورنیو او بهرنیو علمي چاپیریالونو کې یې تل د هېواد درې رنګه بیرغ پورته کړی او ویاړونه یې ترلاسه کړي دي؛ خو طالبانو په دې دوو کلونو کې په خپلو بندو او ابتدايي ذهنیتونو سره یا له هېواده تښتېدلو ته اړ کړې او یا یې له صحني د پېچلو قوانینو په پلي کولو سره ګوښه او څنډې ته کړې. تر دې حده چې ډېری دغه مېرمنې د بې وزلۍ له امله، د ماشومانو پلورلو او ځانوژنې ته اړ شوې دي. خو په دې موده کې په هېواد کې له ټولو پرمختګونو سره سره بیا هم موږ د طالبانو رژیم ته د هیلې په سترګه کتل، خو اوس باید دا ومنو چې پر طالبانو د نیوکې او قضاوت لپاره نه سیاسي سواد او نه علمي زده کړې اړینې دي؛ ځکه چې کله موږ د خوښۍ غوښتنه کوله، دوی د غزا غوښتنه وکړه. موږ علم او پوهان غوښتل، طالبانو ملایان او ځانمرګي بریدګر غوښتل. موږ پرمختګ غوښت، طالبانو په شا تګ غوښت. مونږ ملت غوښت، طالبانو قوم غوښت. موږ خپلواکه ښځې غوښتې، طالبانو اطاعت کوونکی ناموس. لنډه دا چې طالبانو هغه څه نه غوښتل چې موږ یې غوښتنه کوله، او موږ هغه څه نه غواړو چې طالبان یې غوښتنه کوي؛ نو ښکاره خبره ده چې نن افغانستان یا د طالبانو ځای دی یا زموږ ځای. په هرصورت، د یو تعلیم یافته پیلوټ او یو ملا تر منځ باید تل توپیر موجود وي.