له ترکیې د څه د پاسه پنځه زره او ۴۰۰ افغان پناهغوښتونکو د ایستلو خطر

۸صبح، کابل: د ترکیې د کډوالۍ ادارې اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د غیرقانوني کډوالو ایستلو ته دوام ورکوي او افغان پناهغوښتونکي هم په دې حکم کې شاملېږي.
د راپورونو له مخې، چې یکشنبه د مرغومي پر اتلسمه نېټه خپاره شوي تر پنځه زره او ۴۰۰ زیات افغان پناهغوښتونکي، چې په قاچاقي توګه ترکیې ته تللي دي د دغه هېواد د بهرنیو اتباعو د بېرته لېږلو په مرکزونو کې ساتل کېږي.
د اناتولي د راپور له مخې ترکیه کې د بهرنیو اتباعو د بېرته لېږلو په مرکزونو کې ۲۰ زره او ۴۹۷ «غیرقانوني» پناهغوښتونکي حضور لري، چې زرګونه افغانان هم پکې شامل دي.
ترکیې د روان زېږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ د دې میاشتې تر پنځمې نېټې یو زر او ۹۸۳ غیرقانوني پناهغوښتونکي نیولي او یو زر او ۲۸ تنه یې بېرته خپلو هېوادونو ته ګرځولي دي.
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې ۴۷۷ بېرته لېږل شوي کډوال افغانان دي.