۸صبح، فاریاب: فاریاب کې یوه امنیتي سرچینه وايي، چې د دغه ولایت خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې یوې ځوانې ښځې د کورنیو ستونزو له کبله ځان وژنه کړې ده.
یوې ځايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دې ښځې د تېرې جمعې پر شپې د خواجه سبزپوش په تپهقشلاق کلي کې ځان وژلی دی.
دې مېرمنې څلور ماشومان لرل.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمسالله محمدي ویلي، چې د دې قضیې په تړاو یې د نوموړې مېړه نیولی دی.