پاکستاني پولیسو ویلي چې د دغه هېواد په سوېللویدیځ کې د یوې لارۍ موټر اوښتو په پېښه کې ۱۳ کسان مړه او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه چهارشنبه د اپرېل پر ۱۰مه د بلوچستان ایالت په هاب سیمه کې شوې ده.
د پولیسو په وینا، دغې لارۍ موټر کې زیارت کوونکي سپاره و چې د سړک پر غاړه یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.
د پېښې لامل چټک مزل ښودل شوی دی.
پاکستاني پولیسو ویلي چې ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي.
پاکستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ډېرې ترافیکي پېښې پکې کېږي.
په پاکستان کې د ترافیکي پېښو لاملونه بیا د وګړو لوړ شمېر، نامعیاري سړکونه په ځانګړې توګه په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې او دغه راز د موټروانانو له خوا ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه بلل کېږي.