۸صبح، کابل: په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کېږی، وایی چې د کراچۍ له زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغانان خوشې شوی دی.
په پاکستان کې د طالبانو سفارت د سې شنبې په ورځ (کب ۱۳مه) اعلان وکړ چې خوشي شوي کسان به د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې طالبانو د کراچۍ له زندانونو د ۱۷۰ افغان بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت تل په ناقانونه توګه د افغان کډوالو په نيولو او له هغوى سره په ناوړه چلند تورن شوى دى.