په شمالي وزیرستان کې پر یوې امنیتي پوسته د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) وروستي برید یو شمېر پاکستاني پوځیان ووژل. د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د هغوی تابوتونه یې پر اوږو ولېږودول او د غچ اخیستو خبره یې وکړه. د دغه برید په غبرګون کې د پاکستان پوځ د پکتیکا او خوست ولایتونو پر ځينو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې د رسنیو د راپورونو له مخې په پایله کې یې یو شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو هم د پاکستان پر سرحدي پوستو د توپچي بریدونه وکړل چې د دغه هېواد یو سرتیری پکې ووژل شو. د پاکستان حکومت په رسمي ډول د افغانستان پر خاوره د برید پړه پر غاړه واخیسته او ادعا یې وکړه چې د ټي ټي پي په مهم قوماندان حافظ ګل بهادر پورې تړلي جنګیالي یې په نښه کړي دي. په داسې حال کې چې ګل بهادر ته له وفادارو جنګیاليو عبدالله شاه د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا وکړه، چې هغه اوس په افغانستان کې نه بلکې په سویلي وزیرستان کې دی.
پاکستاني چارواکو د افغانستان پر خاوره د هوايي بریدونو پر تاییدولو بنسته ونه کړه او طالبانو ته یې سخت خبرداری هم ورکړ. شهبازشريف وویل، چې هېواد به يې له پولې هاخوا هېڅ ډول ترهګري ونه زغمي. په داسې حال کې چې طالبانو هیله لرله چې واک ته د هغه په راتګ سره به د ټي ټي پي د ستونزې جديت کم شي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم خبرداری ورکړ، چې که ټي ټي پي ډله په افغانستان کې فعاله پاتې شي نو دوی به دغه هېواد یو ځل بیا په نښه کړي. د بلوچستان ایالت پخوانی چارواکی جان اڅکزی هم څو ګامه مخکې ولاړ او ویې ویل، چې که ټي ټي پي د پاکستان په خاوره کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، د دغه هېواد پوځ به افغانستان ته دننه شي او د واخان دهلېز به ونیسي او هېواد به یې له چین سره وصل شي. د ټولو غبرګونونو په منځ کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت دریځ تازه او د پاموړ وړ دی: «په افغانستان کې د واک پر سر ځینې عناصر په فعاله توګه د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي او د پاکستان پر ضد یې د نیابتي ځواکونو په توګه کاروي.» په اسلام اباد کې چارواکو د ټي ټي پي په تړاو ډېرې خبرې کړې دي، خو دا چې دا ډله یې د پاکستان ګټو ته د زیان رسولو په نیت د طالبانو نیابتي لښکر بلللی وي، لږ تر لږه تر اوسه نوې خبره ده.
که د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت غبرګون ته ځير شو، څو پوښتنې را ولاړیږي، چې لاندې یې د ځوابولو هڅه کیږي:
۱- طالبان ولې له ټي ټي پي د اسلام اباد د ګټو پر ضد د نیابتي ځواک په توګه کار اخلي؟
۱-۱ طالبانو چې په ډېرې کرارۍ او له سرخوږي پرته واک ته راستانه شول، تمه لرله، چې د تېر خلاف به داځل ډېر ژر په رسمیت وپېژندل شي، ځکه چې پر ټولې جغرافیې ولکه لري او هېڅ سیال ځواک نه لري. البته، دا تمه تر ډېره له پاکستانه وه؛ ځکه چې د طالبانو پرونی او نننی ملاتړی بلل کېږي. تر ټولو مهمه دا چې اسلام اباد په تېر کې له زړورتیا کار واخیست او طالبان یې په رسمیت وپېژندل او بیا یې سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم د خپلې لارې ملګري کړل. خو دا ځل یې اعلان وکړ، چې د تېر په څېر عمل نه کوي او د نړۍ په ځانګړې توګه د سیمې د هېوادونو پرېکړې ته انتظار پاتې کیږي. طالبان ښايي فکر وکړي چې که اسلام اباد دا ځل لومړی ګام پورته کړی وای، نو یوازې نه پاتې کېده او ډېرو هېوادونه به یې ملتیا کوله.
۱–۲ سره له دې چې نږدې درې کاله کېږي، طالبان په افغانستان کې د واکمن ځواک په توګه پيژندل کیږي، خو تر اوسه يې له تندې د پاکستان د تړاو تور نه دی لېرې شوی. د طالبانو انګېرنه دا ده چې له پاکستان سره د ټي ټي پي یا نورو مسایلو په اړه کنټرول شوې نښته به له دې ډلې سره مرسته وکړي چې د تېر په څېر د اسلام اباد اسیره ونه بلل شي. پردې سربېره، سرحدي نښتې د طالبانو لپاره ګټورې دي، ځکه چې دوی ځانونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتونکو په توګه معرفي کوي. د طالبانو په څېر ډلې دا خوښوي چې د عامه افکارو د غولولو لپاره د وطنپالنې اکټونه وکړي، ځکه چې د وړاندې کولو لپاره نور څه نه لري. د بېلګې په توګه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب یو عکس خپور کړ، چې په نظامي یونیفورم کې د خپل کار په دفتر کې لیدل کېده. په داسې حال کې چې هغه باید په سرحدي کرښو کې حضور لرلای. دغه راز د وسله والو طالبانو د لوى درستيز مرستيال مالي خان صديق هم پوځي يونيفورم واغوست او پاکستان ته يې خبردارى ورکړ، چې که بريد بيا تکرار شي، نو د خپلو جنګياليو د غبرګون مخه نه شي نیولای. د طالبانو له خوا د پوځي یونیفورم اغوستل، چې له پټو او لونګی سره عادت شوي، د پاملرنې وړ دي او کېدای شي خلکو ته دا پیغام ورسوي، چې د ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کې جدي دي.
۳-۱ د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان غیابت هم ټي ټي پی ستونزه لا پسې جدي کړې او د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې دي. که څه هم عمران خان چې په واک کې و، طالبان یې په رسمیت ونه پيژندل، خو د دواړو اړخونو ترمنځ د اړیکو تودوالی ښه احساسېده. د هغه په وخت کې د ټي ټي پي کړکېچ هم ګرم نه و. د عمران خان د حکومت د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سیمې ځینو هېوادونو ته ولاړ او ادعا کېده چې د طالبانو رژیم ته د مشروعیت ورکولو هڅه کوي. د عمران خان د حکومت پر مهال د طالبانو د یوې څانګې په منځګړتوب د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د یوه میاشتني اوربند تړون لاسلیک شو. له واکه د عمران خان لېرې کېدو د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ اړیکې خرابې کړې، ځکه چې راتلونکی حکومت په ځانګړې توګه پوځ د ټي ټي پي پر وړاندې ډېر جدي شو او ظاهراً یې د خبرو اترو غوراوی پرېښود.
عمران خان هم د وروستیو نښتو په غبرګون کې له طالبانو سره د پاکستاني حکومت د خبرو غوښتنه کړې ده. هغه ادعا وکړه چې اسلام اباد باید د واکمن حکومت ډول ته له پام پرته له کابل سره ښې اړیکې ولري. خان دغه راز ادعا وکړه، چې د هغه حکومت د طالبانو او متحده ایالتونو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړې او په افغانستان کې یې دوه لسیزې جګړه پای ته رسولې ده. هغه زياته کړه، چې طالبانو ورسره ژمنه کړې وه چې د ټي ټي پي ستونزه به هواره کړي. له همدې امله، کله چې طالبان د عمران خان په څیر یو متحد په زندان کې ویني، نو ښایي پر دې ناخوښه نه وي چې د پاکستان اوسنی حکومت د ټي ټي پي له لوري له سرخوږي سره مخ دی.
۲- آیا طالبان کولای شي چې د پاکستان د ګټو پر ضد له ټي ټي پي د نیابتي ځواک په توګه کار واخلي؟
د مسألې ظاهر ښیي چې طالبان د دې وړتیا نه لري چې له ټي ټي پي د پاکستان د ګټو پر وړاندې د نیابتي ځواک په توګه کار واخلي، ځکه له یوې خوا په اسلام اباد پورې تړلي دي او له بلې خوا دغه هېواد د پام وړ پوځي ځواک لري، که څه هم په نورو برخو کې له ننګونو سره مخ دی. دغه راز د طالبانو لپاره د نړیوال مشروعیت ترلاسه کول تر ټولو مهم دي او دوی نه غواړي چې د پاکستان په څېر د یوه هېواد باور له لاسه ورکړي چې د دوی ملاتړ کوي. خو هغه څه چې پورتنۍ پوښتنې ته مثبت ځواب ورکوي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د هغې اعلامیې منځپانګه ده چې ادعا کوي یو شمېر طالب چارواکي له ټي ټي پي د نیابتي ځواک په توګه کار اخلي. په ټولیزه توګه د طالبانو په اړه څه نه دي ویل شوي او دا یو مهم ټکی دی. کله چې د هند د لاسوهنې کیسه مطرح کیږي، د دغې اعلامیې منځپانګه کېدای شي ریښتیا ته یو څه نږدې وي. د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په یوه مرکه کې ادعا کړې چې هند په افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو له لارې له ټي ټي پي سره مالي مرسته کوي. هغه شمېر طالب چارواکي چې له ټي ټي پي د اسلام اباد د ګټو پر ضد کار اخلي ښايي دا کار د نوي ډيلي په مشوره وکړي، که نه نو له بهرني ملاتړ پرته دا کار ممکن نه ښکاري. هند ته د نږدې کېدو لپاره د طالبانو هڅې هم د پام وړ دي، په دې دلیل چې په تېرو وختونو کې یې داسې نه دي کړي. دراني هغو طالبانو ته هم نغوته وکړه، چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې یاد شوي وو. که دا ادعا رښتیا وي، د طالبانو تر منځ د خپلمنځي اختلافاتو ګنګوسې هم نه شي ردېدای.
۳- پاکستان او ټي ټي پي؛ طالبان به کوم یو انتخاب کړي؟
په دې کې شک نشته چې پاکستان د طالبانو لپاره د ټي ټي پي په پرتله غوره انتخاب دی، خو وضعیت داسې شوی چې دوی هم دا ډله له پامه نه شي غورځولای، ځکه چې دا ډله د پخوا په پرتله پیاوړې شوې ده. ټي ټي پي د اوس لپاره کولای شي په اسانۍ سره په ورځو یا اونیو کې د پیچلو بریدونو په پیلولو سره له پاکستاني پوځه قرباني واخلي. هغه څه چې د اسلام اباد د چارواکو تکراري ادعاوې تاییدوي: په نویو او پرمختللو وسلو د ټي ټي پي جنګیالیو سمبالیدل. نو په دې حساب د طالبانو امارت ښایي د پاکستاني طالبانو د کابو کولو وړتیا ونه لري، که یې ولری هم، ښايي له دې کاره ځکه ډډه وکړي چې هسې نه ټي ټي پي له داعش سره یوځای شي، چې هغه مهال به کار نور هم پیچلی شي. مانا دا چې ویلای شو طالبان هم لکه اسلام اباد له شوي عمل سره مخ دي او نه شي کولای په دې برخه کې روښانه، متحد او له لګښته پرته تصمیم ونیسي. البته، طالبان به تر هغه وخته پورې له خپلو ایډیالوژیکو ملګرو لکه القاعدې، ټي ټي پي او … جلا کېدو ته راضي نه شي، چې پر یوه مشروع دولت بدل نه شي. د طالبانو د په رسمیت پېژندنې لرلید هم تیاره دی او که دا امکان ورته برابر هم شي، دا لا څرګنده نه ده چې له نورو ترهګرو ډلو سره به د دې ډلې اړیکې پرې شي او کنه.
دا سمه ده چې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې خړې پړې شوې دي، خو دا ادعا نه شو کولای چې دواړو لورو یو بل ته شا کړې ده، په تېره بیا اسلام اباد چې تل یې د کابل د اطاعت غوښتنه کړې ده. د پاکستان لپاره د پوځي انتخاب په پرتله لږ لګښت لرونکې لاره دا ده چې د طالبانو مخالفو جبهو ته پام وکړي، چې دا کار نه کوي، ځکه چې طالبي امارت اوس هم ورته مطلوب دی.