۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ۵۱مه کلنۍ ناسته د سویس په جنوا ښار کې پيل شوه.
دغه ناسته دوشنبه د سپټمبر پر ۱۲ پيل شوه او د اکټوبر تر ۷ به دوام وکړي.
د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا په ناسته کې په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت ۸۰ له مخکې برابر شوي راپورونه او ۱۰ شفاهي بیانیې څېړل کېږي.
د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت هم د دې ناستې په اجنډا کې شامل دی.
د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت دغه هېواد ته په خپل سفر کې له بشري حقونو د سرغړونې موارد مستند کړي او ټاکل شوې په دغه ناسته کې یې وړاندې کړي.
د افغانستان ترڅنګ به د سوریې، سریلانکا، اتیوپیا او برما په ګډون د ۳۰ هېوادونو د بشري حقونو وضعیت هم وڅېړل شي.