۸صبح، جوزجان: جوزجان کې سیمه ییزې سرچینې د طالبانو له خوا د دوو ازادو خبریالانو او یوې ښځې او خاوند له نیولو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دوه ازاد خبریالان شجاع ذکي او عبید پنجشنبه د وږي پر اوولسمه د شپې ناوخته د جوزجان له ولسوالیو د دغه ولایت مرکز ته د بېرته راستنېدو پرمهال د طالبانو د پلټنې په تمځای کې نیول شوي او نامعلومه ځای ته لېږدول شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغو دوو ازادو خبریالانو جوزجان ته له خپل سفر مخکې پر خپله فېسبوکپاڼه د یوه پيغام په اېښودو د جوزجان فیض اباد ولسوالۍ ته د وروستیو اورلګېدنو په اړه د راپور د چمتو کولو لپاره له خپل سفر څخه خبر ورکړی و.
په همدې حال کې له جوزجانه نورې سرچینې وایي، چې دغو دوو خبریالانو د یوټیوب یوه چینل لپاره کار کاوه او د شپې له خوا د طالبانو د استخباراتو له خوا له یوې ښځې او خاوند سره د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې له یوه هوټله نیول شوي دي.
تر اوسه د نیول شویو دوو تنو نورو هویت روښانه نه دی.
د ویلو ده، چې د طالبانو استخباراتو په پکتیا کې هم د روانې اوونۍ پر شنبې ورځ ۸ خبریالان د نجونو زده کوونکو د اعتراض د خپرولو په تور د څو ساعتونو لپاره ونیول.