۸صبح، کابل: د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې پایلې شنبه د لړم پر ۱۴ شېبه مخکې اعلان شوې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو د ملي ادارې له خوا د پایلو د اعلان له مخې سلیمان د غلام جیلاني زوی د هرات ولایت د سلطان غیاثالدین لیسې زدهکوونکی د ۳۵۵.۴۲۰۴ نمرو په اخیستو سره د کانکور ازموینې اول نمره شوی دی.
د کابل ولایت د خاتمالنبیین لیسې زدهکوونکی محمدشبیر د ناظر حسین زوی د ۳۵۵.۳۲۵ نمرو په اخیستو د ۱۴۰۱ کانکور دویم نمره شوی دی.
د سږ کال د کانکور ازموینې درېیم نمره هم د هرات ولایت د ریفال لیسې زدهکوونکی هدایتالله د عبدالمنان زوی دی. هغه په دې ازموینه کې ۳۵۴.۰۹۰۵ نمرې اخیستې دي.
د اول او درېیم مقامونو ګټونکي د هرات طب پوهنځي او د دویم مقام ګټونکي د کابل طب پوهنځي ته لار موندلې ده.
د سږ کال په ازموینه کې له لومړۍ تر لسمې شمېرې بریالیو کسانو کې نجلۍ حضور نه لري.
د سږ کال په کانکور ازموینه کې تر ۱۰۶ زره زیاتو نجونو او هلکانو ګډون کړی وو، چې له دې منځه کابو ۸۶ زره یې کامیاب شوي دي.
د سږ کال کانکور ازموینه له سیاسي بدلونونو او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره په شپږ میاشتیني ځنډ د تلې پر ۱۳ پیل او د تلې پر ۲۱ پاې ته ورسېده.