سړی ازاد وي، آز يې بنده کا
بنده لا پرېږده، لا يې گنده کا
هومره خوارېږي، څو آز د زړه لري
په څو څو رنگه يې، بيا شرمنده کا
(خوشال کليات – ۳۷۴)
د سيوري مفهوم په پښتو ادبياتو کې په ډول ډول او بېلابېلو شکلونو او همدارنگه په فولکلوريکو ادبياتو کې ځلېدلي او يادونه يې شوې ده.
په تېره هغه شاعران او د نظر خاوند اديبان لکه خوشال يا غني خان چې کله د انسان په هکله يادونه کوي او د انسان د پټو تمايلاتو، غوښتنو او د هغه د ځانگړنو او ان بدوي او وحشي کردارونو په اړوند څه وايي، پرته له دې چې د سيوري کلمه وکاروي، د سيوري مفهوم تداعي کوي. دا ځکه چې د سيوري د مفهوم ابعاد ډېر زيات او د هغو زياتو ابعادو بېلابېل ډول شننه او يادونه او يا د شعر په ژبه د هغو يادښت ټول او ټول دا مفهوم راسپړي. البته بايد ووايو چې پخپله د سيوري په مشخص نامه داسې اثار ډېر تت او لږ برېښي. په وروستيو کلونو کې زموږ ځوانيمرگ شاعر اسحاق ننگيال يو ناول وليکه. دا ناول د «سيوري» په نامه يادېږي. ناول هم د همدې مفهوم له مصداق سره سرخوري چې ما پرې څو کاله دمخه يوه ليکنه هم کړې وه. د ناول په پای کې لیکوال خپلې خبرې راټولوي:
«هغه چې سپينې سترگې او پند پنډ برېتونه يې لرل، بيا راژوندی شوی دی. د لېوانو په بڼه راژوندی شوی دی او له نويو لېوانو او زړو بگوو سره د ښار ښکار ته وتی دی. ښار ټول په لېوانو بدل شوی دی. هغه ناپايه تيارې کوڅې او هغه تورتم چتونه په لېوانو بدل شوي دي. له ماتو او ړنگو جوماتونو نه د اذانونو پر ځای د زړو بگوو چېغې راځي او د انگورو له بربنډو پېغلو نه ډکې هغه پيالې له وينو نه ډکې دي.
بگوو هغه ښوونکې بې پته کړه، ويې تښتوله او بيا يې ووژله. زموږ د کوڅې د جومات هغه سپينږيری ملا يې وواژه او هغه د مينې او ښکلا د دنيا شاعر يې وواژه او ټول ښار يې وواژه. ښاپېرۍ ولاړه ده. ښاپېرۍ چيغې راته وهي. ښاپېرۍ خوب ته راځي او ښاپېرۍ په ويښه راته راځي. هغه بيا د وينو تږې ده او هغه بيا جل وهلې ده. ښاپېرۍ بيا وينې رانه غواړي. د هغه زاړه ديو وينې او د زړو بگوو او نويو لېوانو وينې.
خو زه ستړې شوی يم او له لېوانو سره جگړه نه شم کولی.» (۱: ۷۶)
د سيوري ناول له نورو سپړنو سره په يو عمده ټکي څرخي او هغه په ټولنه کې او په ټولنه د لاسبري وحشت ننداره ده چې د وحشي انسان له خوا د عمل جامه اغوندي.
دا ناول يوه سمبوليکه ژبه لري. د ويښتيا او خوب د حالت کيسه کوي. کله د تفکراتو له سمندره را پورته کېږي او کله هم په غوپه حالت کې کيسه وايي. که ووايو چې دغه ناول د شاعر د ژوندانه د شرايطو په وړاندې يو تريخ او قهرجن غبرگون دی، بده مو نه ده ويلي. کيسه له کلي پيل کېږي، له ساده توب اوسپېڅلتيا څخه. له کوچنيوالي او پاکۍ څخه او بيا پر بازاري ژوند او بازاري سياستونو چې د ټولنيز سيوري يا دسيوري ټولنيز بديل دي، پر هغو بد وايي. د بېلگي په توگه وايي: «ماشومان غلا او لوټ نه پېژني او هغوى ته د چم او چل و فريب نومونه نه دي زده، هغوی ته د شهرت لوليو سترگکونه نه دي وهلي.» (۱: ۳)
دلته اړينه ده چې لږ څه د سيوري پر ارواپوهنيز مفهوم تم شو. سيوری بېلابېلې څېرې لري. ډارن، ځان غوښتونکي، په قهر او غضب، کينه کښ، ککړ، دوکه مار، تنبل، لاسبري غوښتونکي، له دوښمني او کينې ډک، ناوړه چلند کوونکي، نالايق، بې ارزښته، بې وسه، د بل عيبونه پلټل، درواغجن، لاپوک او په هر څه کې پلټنه د سيوري لرونکي انسان ځانگړنې دي.
د خان عبدالغني خان فلسفي شاعر په کلام کې د دې ځانگړنو ډېر تفسيرونه او تعبيرونه شته. د هغه دگډوډو يو شعر لولو:
دې تن کې پټ شيطان که وي
ښکاره خو شيطان نشته
د دې وجود زه خان يمه
بل هېڅوک يې خان نشته
که ښه وي او که بد
فيصلې ټولې زما دي
په دې کې مشري د چا
تورمخی شيطان نشته
دا هسې ملاجان، تا له
بانه د گناه گوري
په دې چال د سزا نه
د خلاصي څه امکان نشته
که هر څه دا شيطان
او دا نصيب او دا تقدير کړي
نو بيا خو ړوندآدم
له سره اورونه زندان نشته (۲: ۱۰۹)
کومې ځانگړنې چې دمخه وويل شوې، له دې هم زيات مسايل شته چې د سيوري په باب يې يادونه کېدای شي. په بل عبارت سره سيوری زموږ د وجود نيمه تورتم برخه او زموږ د هر نامنلي اړخ خواوې دي. هر هغه څه چې زموږ د شرم سبب وي او داسې ښايو چې گويا نه يو. يا هغه څېره چې موږ يې لرو؛ خو نه غواړو، ځان او نورو ته يې وښيو، هم د سيوري په لیکه کې راتلای شي.
«په دې اساس کله چې د خپل وجود نيمه تورتم حالت وينو؛ نو لومړۍ لېوالتيا چې موږ ورسره مخامخېږو، دا ده چې مخ را ستون کړو او هڅه وکړو له هماغه ځانگړنو سره معامله وکړو، تر هغه چې موږ پرېږدي، موږ ډېری زيات لگښت کوو چې له ځانه سره مخامخ شو؛ خو له دې دواړو پړاوونو مخته نه شو تللی. په داسې حال کې چې پټ او غندل شوي اړخونه زياتې پاملرنې ته اړتيا لري. هغه اړخونه چې زموږ خوښ نه دي؛ نو خپل ډېر ارزښتمن سوغاتونه او لاسته راوړنې پټوو، دا موهبتونه يا بخششونه په ډېرو ليرې ځايونو کي پټ دي.» (۳: ۲۵)
خوشال بابا وايي:
پايښت يې لنډ وي، چې څوک لباس کا
مخ به يې تور شي، چې کوز و پاس کا
په شان شان خولې دي، په شان شان خبرې
نادان چې وايي، هوښيار قياس کا (۴: ۳۷۱)
خوشال د انسان دوه گونی کرکټر انځوري، يعنې هغه څه چې لباس کا. لباس کولو يا مصنوعي چلند او چاپلوسي ته چې د انسان ډېر ټيټ خصلت دی، گوته نيسي.
څرنگه چې موږ د زيات درد او رنځ تحمل او زغم نه لرو، نو د ودې او تکامل په بهير کې گام اخلو. په سيوري کې زموږ د ټولو شخصيتي ځانگړنې شاملې دي چې هڅه کوو موږ يې پټ يا نفي کړو. په سيوري کې هغه تورتم ځانگړنې شاملې دي، چې باور لرو له خپلوانو او دوستانو يې پټې کړو او تر هر څه مهمه دا چې ان خپله موږ ته هم د منلو وړ نه دي.
د يونگ په نظر، سيوری د ذهن د ناخوداگاه زياته محتوی او د فضايلو مقابل لوری دی. په بل عبارت داسې يوه جنبه ده چې موږ په خپل وجود کې د هغه له موجوديته انکار کوو. د يونگ په عقيده، له سيوري څخه هدف دا دی چې د شخصيت منفي برخه يعنې په ټوله کې پټ عيوب او هغه کړنې چې په کافي اندازه يې وده نه وي کړې، شتون ولري او همدارنگه د انسان د ناخبرۍ ناوړه او نامناسبه محتوی او مضامين ولري. خوشال وايي:
خواره حيرانه بني آدمه
په هېڅ غمجنه په هېڅ بې غمه
خاندي و ژاړي، و ژاړي خاندي
دا چار دي تل دې له عمره سمه
يا
خواره حيرانه بني آدمه
چې دې خمير دی، خاورې له غمه
يودم که وخاندي، په دا دونيا کې
بيا دې ژړوي په څو څو دمه ( ۴: ۴۰۷)
يونگ وايي: «انسان د خوبونو له لارې او د شخصيت د بېلابېلو اړخونو له مخې چې نه غواړي څه ووايي؛ خو په دقيق ډول ورته وگوري، اشنا کېږي. دا هغه څه دي چې يونگ يې د «سيوري تشخيص» بولي. هغه د سيوري گړنه په دې اساس د دې برخې لپاره له شخصيت نه غوره وبلله، چې غالباً د يو شخصيت په توگه په خوبونو کې راښکاره کېږي.»
هغه زياتوي: «که موږ د خپل خصلت سيوري او د خپل نقش څېره تشخيص کړو، هيله من کېدای شو، چې نور به هم په ښه توگه درک کړو او خپل همنوع به په ښه توگه دوستان وبولو. هر څومره چې دوه مخي او رياکاري لږه شي او شخص خپل نفس ښه وپېژني، نور ښه تحمل کولای شي. دا دانسان طبعيت دی چې هر ستم چې پر ځان يې روا بولي، نور مسوول ګڼي.» (۵: ۲۸)
همدارنگه څېړونکي په دې باور دي، چې سيوری يو نيمه تورتم وجود دی چې زموږ د خبرتيا په ژورو کې ښخ او زموږ د ليد او د نورو له نظره پټ دی. هغه پيغام چې له دې پټنځای نه ترلاسه کوو، ساده دی. د بېلگې په توگه، دا ډول عبارتونه لکه «زه پرې عيب او نيوکه لرم، زه ښه نه يم. زه د چا نه خوښېږم. زه بې ارزښته يم»، دا عبارات او څرگندونې د سيوري څرگندوې دي. موږ زياتره په دې پيغام باور لرو. موږ عقيده لرو چې څرنگه د خپل وجود ژورو ته نظر واچوو او له يو وحشتناک موجود سره مخامخ شو، نو له همدې وېري که په خپل تن او وجود کې له وحشتناک موجود سره مخامخ شو، ښکاره خبره ده چې په خپل وجود کې د زغم وړ ځواک پيدا کړو او کله چې يې ومومو، نو له ژورې څېړنې څخه په څنگ او گوښې ځو، له ځانه ډارېږو، هغه ټول افکار او احساسات چې موږ يې په خپل روان او وجود کې ځپو، له هغو ډارېږو، کله هم موږ له دغه افکارو او احساساتو سره دومره نابلده يو، چې يوازې هغه مهال متوجه کېږو چې په نورو يې تپو او نورو ته نسبت ورکوو، موږ خپل ډار د ژوند د چاپيريال، دوستانو، خپلوانو او ان پرديو سره گورو او دا ډار ډېر سخت دی چې يوازې د مقابلې له لارې يې پلټنه کوو یا پرې سترگې پټوو.»
غني خان د يوازيتوب Loneliness په نوم يو شعر کې ياد حالت ډېر ښه ترسيموي وايي:
هر سړی يوازی دی د خپل خود په قلا کې بند
څوک د پرون خيال کې ورک او څوک خوب د سبا کې بند
ځانله ځانله ښه دی، سړی ځانله چې وي ځان خوري
خان چې د جهان شي، ځناور شي ټول جهان خوري
مينه يې د ځان سره د مينې په نوم ښکار کوي
نوم د عاشق کېږدي، د عاشق رنگ کې جانان خوري
دی چې د ليلی د ښايست او نور او نظر وږی شي
دی داسې مالي شي چې گلونه گلستان خوري
دا د حرص خوله ده بې د چونگ خاورې مړېږي نه
دا هغه تياره ده چې د مينې چراغان خوري (۲: ۴۲۱)
غني خان په پورته شعر کې له ريا او دوه مخۍ سره د انسان په پټو مکنوناتو کې د هغه حرص ته چې د هغه د سيوري يوه بېلگه ده، اشاره کوي. له ځانه سره مينه چې د مينې په نوم ښکار کوي، دا هغه مالي بولي چې گلونه گلستان خوري يا داسې تورتم چې روښنايي خوري.
د يونگ په نظر، ناروغ انسان له خپل «سيوري» سره خبرې اترې نه شي کوای. نه شي کولای هغه اصلاح کړي او نه شي کولای له هغه سره جوړجاړی وکړي. نه شي کولاي هم له هغه څخه سرغړاوی وکړي او ځان ترې وژغوري. دا ځکه چې په حقيقت کې غريزي ناخوداگاهانه انگېزې، د هغه د واک او اختيار په دايره کې نه دي. نو له کومه ځايه چې دغه انگېزې شا ته ټيل وهل شوې او د خبرتيا له ساحې ليري کړل شوې، بيا پخپله مستقلې عقدې جوړوي، يوازې د شننې او تجزيې او د رواني ريښو موندنې له لارې او د هغه مقاومتونو له بري نه وروسته چې ناروغ يې د خپل ناخبري انگېزو له وړاندې تللو څرگندونه کولای شي، پېژندل کېدای شي. همدارنگه د ناراحتيو او د درملنې او جبران له لارې چې کېدای شي، ترسره يې کړي، هم پېژندل کېدای شي. داسې ناروغان هم شته چې د لاپو او باټو له له لارې ادعا کوي چې هغه څه چې موږ يې «سيوری» بولو، ورته پردی دی. يا داسې ځان ښيي چې گويا دروني شخړه او جنجال نه لري؛ خو که لږ ژور ځير شو، همدا افراد له يو ډول نااراميو سره مخامخ وي. دوی خپله نه پوهېږي چې د هغو نااراميو اصل او سرچينه چېرې ده. کله د هستريکي ځورېدني حالتونه او نورو لکه د معدې عصبي ناراحتۍ او هغه دردونه چې د بدن هره برخه کې موجود دي، بې دليله حساسيتونه او تحريکات او بالاخره بېلابېل عصبي اختلالات او نور ورته پيدا کېږي، د دې ښه مثالونه دي. (۵: ۲۷)
له بده مرغه په دې خبره کې د شک ځای نشته او نه خو بايد په ځينو عباراتو ځان دومره خوښ وساتو، چې له اصلي جريان نه مو مخ بل خواته واوړي يا هغه څه چې حقيقت دي، زموږ په نظر تت او خړ راشي. مطلب دا چې انسان په ټوله کې له هغه څه بدتر دی، چې هغه يې مجسم کوي يا غواړي اوسي. «موږ هر يو د خپل سيوري په وسيله تعقيبيږو چې هر څومره لږ فرد د ژوند له خوداگاه سره لږ يوځای کېږي، ډېر تور او متراکم دي. که د حقارت حالت خوداگاهانه وي؛ نو تل د هغه د اصلاح او رغښت امکان موجود دی. پر دې سربېره هغه په دايمي توگه له نورو مرکزونو سره په تماس کې د پام وړ دی. په داسې ډول چې تل په انقياد کې تغييرات راځي؛ خو که هغه سرکوب شي او له خوداگاهي نه جلا وي، نو هېڅکله به اصلاح نه شي.» (۶: ۲۸۳)
کله چې يو فرد هڅه کوي، خپل سيوري وويني (البته په يو ډول خجالت سره)؛ نو هغه نيمگړتياوې او رواني تنبلي، بې ريښه والي، بې توپيري، بې هدفي، له مادياتو سره حرص او عشق او له ريا ډکو غوښتنو سره لېوالتيا او هغه څه چې نه ترلاسه کېږي، له هغو سره مينه ښودل ورته مجسم شي، يا هغه گناهونه چې ځان ته وايي: «دا مهمه نه ده هېڅوک به ورته پام نه کوي، يا ټول کسان پخپله هم دا ډول چارې سرته رسوي.» دا ډول کسان په واقعيت کې ځانونه تېر باسي او په خپلو ژونديو واقعيتونو خاورې اړوي.
د يونگ په قول کله چې ستاسې يو دوست يا ملگری تاسې د يوې خطا له کبله غوسه کوي يا مو غندي، تاسې په دې برخه کې شک او ترديد مه کوئ، په واقعيت کې تاسې د خپل ناخوداگاه د کشف په حال کې ياست، چې له هغه تر مخه ستاسې په ناخوداگاه کې يې ځای نيولی و او کله چې احساس کوئ، چې يو څوک ستاسې د سيوري په خطاگانو نيوکه کوي؛ نو «هغه له تاسې غوره نه دی». ستاسې قهر طبيعي دی؛ خو کله چې ستاسې خوبونه، ستاسې د باطن په باب قضاوت او په تاسې نقد او نيوکه کوي، نو څه ځواب ورته وایاست؟ دا هغه شېبه ده چې «زه» په هغه کې ښکېل کېږي او چاره يې هغه چوپتيا ده چې تاسې ناراحت کوي.
«دا چې سيوري زموږ دوست شي يا دوښمن، په بشپړه توگه په موږ پوري اړه لري. دا هم بايد ووايو چې سيوری زموږ رقيب او دوښمن نه دی. په واقعيت کې سيوری هماغه بشري موجود دی، چې موږ ورسره گډ ژوند کوو، نو بايد ملگري يې وبولو، خو دا هم له شرايطو سره تړاو لري چې کله ورسره جوړجاړی کوو او کله ورسره مخالفت کوو، يوازې هغه مهال په دوښمن بدلېږي چې يا پام ورته ونه شي يا په ښه توگه درک نه شي.» (۷: ۲۶۳)
له بلې خوا که د مسألې يو بل اړخ ته وگورو، د وېرې او ډار خبره ده چې د انسان يوه برخه سيوری وي او يوازې هغه ډول چې زموږ خوښه وي، فکر وکړو. يو شمېر کوچنۍ کمزورتياوې او داغونه په پام کې نيول، دا واقعيت هم جوتوي چې ښکاره شيطاني کار دی. جلا او گوښی انسان ډېر لږ کولاي شي، پر هغه خبرتيا پيدا کړي. ځکه هغه چې گوښی او يوازې دی؛ نو دا ورته له تصوره ليرې ده او باور پرې نه شي کېدای چې په پټو او ناروښانه مسايلو پوه شي. موږ په پټو سترگو د لومړۍ گناه د سلامتي جرم په وړاندې په قهر کېږو، چې په دې ډول بې مثاله حقيقت بيانوونکي دي. ان تر دې چې شک کوو، چې دا ښکېلتيا چې له درده ډک ډول يې احساسوو، اعتراف کوو.
پوه انسان داسې هڅه په خپل وجود کې لري، چې په خپل وجود کې حقير انسان وځپي، پرته له دې چې دا درک شي هغه اړ کوي چې په يو انقلابي يې بدل کړي دی.
په واقعيت کې موږ خپله ماضي تعقيبوو، يعنې بدوي او حقير انسان په حرص او اړتياوو او عاطفي هيجاناتو سره او يوازې د هغو هڅو په وسيله چې د کتنې وړ دي او کولای شو له دې پېټي اوږې سپکې کړو. کله چې يو موجود له رواني گډوډۍ سره مخامخ شي؛ نو موږ په قوت سره نه بدلېدونکي توگه له قوي سيوري سره سروکار لرو. خو که داسې شفا ته په رسېدو غوښتونکي وو، نو اړينه ده چې له هغه سره مرسته وکړو چې د هغې په رڼا کې يې خپل باخبره شخصيت او سيوری وکړای شي يو له بله سره ژوند وکړي.
د يوې عمومي قاعدې له مخې هغه تمايلات چې په رواني جوړښت کې د ټولنې ضد تمايلات دي او زموږ په نظر جنايتکاره غوښتنې او په موږ هر يوه کې شته، همدارنگه په موږ کې ځای لري يعنې په ازادانه او اگاهانه توگه حذف شوي ژورو ته تللي دي.
«دا هغه تمايلات دي چي سملاسي ځپل کېږي. د عاداتو له مخې شکمنې ځانگړنې لري. په دقت سره د ټولنې ضد نه دي، خو زيات هم قراردادي او په ټولنيز لحاظ نه منل کېږي، هغه علت چې د ځپلو او يا واپس وهلو سبب کېږي، هم له شک نه خالي نه دي. ځينې د مطلق څپن له مخې د هغو مخه نيسي او ځينې نور يې د قراردادي اخلاقو له مخې او ځينې يې د شهرت په خاطر شا ته وهل کېږي. دا ډول ځپنه يا ټيل وهنه يوه نيمه اگاه او نيمه ارادي مسأله ده. دا هغه شيان دي چې د دوه زړه توب يا سپکاوی او تحقير له پاره هڅه وي او د دې له پاره چې هغه قدرت پټ کړي، چې د يو څه په موندلو بری پيدا نه کړي يا د داسې ليدلو منافي وي چې فرديت له متن او محتوا نه خبرتيا پيدا نه کړي.» (۶: ۲۸۵)
کوم شی چې د تحمل وړ نه دي، هغه شخصي ممانعت دی. ټول هغه شان مخ په وړاندې درومي چې گويا بشريت د هغه د پېژندلو له پاره بې له کوم دليله د پېژندلو حق لري، که دا تورتم وي، ناقص وي، احمقانه او گناهکار وي. دا چې ځيني شيان له دفاعي طريقه پټوو، تقريباً همېشه همداسې دي. دا پټول د طبعيت په وړاندي يوه کمزروتيا او د خطا مرتکب کېدل دي.
که د سيوري د ځپلو تمايلات يوازې بد او ناوړه څه واي؛ نو مشکل نه و، په داسې حال کې چې سيوری په عمومي توگه هغه څه دي چې حقير، ابتدايي، نامنطبق او ناڅاپي خو په مطلقه توگه بد نه دي. ان په څرگنده توگه د ماشومتوب يا لومړني صفات لري چې کيداې شي، د شور او فعاليت او د انساني ژوند د ښکلا سبب شي.
سيوری په ډېر ژور مفهوم سره د ځان مفهوم دی. هغه تداوم دی چې انسان يې په ځان پسې کشوي، که په دقت سره جلا شي؛ نو د رمز په يوه مقدس مار اوړي. يوازې شادي يا بيزوگانې له هغه نه د ځان ښودلو لپاره کار اخلي.
خوبونه موږ د خپل شخصيت له يو لړ اړخونو سره چې په بېلابېلو دلايلو يې غوره بولو او له نږدې يې نه شو راسپړلي، اشنا کوي. دا هماغه څه دي چې يونگ يې له سيوري نه خبرتيا بولي. بايد ووايو چې سيوری د ناخوداگاه ټول شخصيت نه دی، بلکې د «زه» د ناپېژندلو شويو ځانگړنو او صفاتو څرگندوی دی او هوسايني سره دا هم کېدای شي چې له خوداگاه سره هم رابطه ولري. له ځينو اړخونو سيوری کولای شي، د فرد له ژوند څخه د بهر منابعو او جمعي عواملو څخه جوړ شوی وی.
«کله چې يو فرد هڅه کوي، خپل سيوري وويني (البته په يو ډول خجالت سره)؛ نو هغه نيمگړتياوې او رواني تنبلۍ، بې ريښه والی، بې توپيري، بې هدفي، له مادياتو سره حرص او عشق او له ريا ډکو غوښتنو سره لېوالتيا او هغه څه چې نه ترلاسه کېږي، له هغو سره مينه ښودل يا هغه گناهونه چې ځان ته وايي: «دا مهمه نه ده هېڅوک به ورته پام نه کوي او په دويم قدم کې ټول پخپله دا ډول چارې سرته رسوي.» (۷: ۲۵۸)
اوس که خپلې پورتنۍ خبرې راټولې کړو، ويلې شو چې سيوری سره له دې چې د انسان د شخصيت يو بل نامريي او ناڅرگند اړخ دی، سره له دې چې د شخصيت دا اړخ يو لړ مثبتې خواوې هم لري؛ خو په ټوله کې د انسان د شخصيت او د هغه د پټ او ناڅرگند ضمير هغه منفي خواوې دي، چې نه غواړي نور پرې پوه شي. له هغه اوږده لېسټ څخه چې ترمخه وړاندې شو، دا څرگندېږي چې انسان يو پېچلی موجود دی. هغه غوښتنې او تمايلات لري، حرص او شوق لري او په ټولنه کې ژوند کوي. هغه يعنې انسان د دې لپاره چې خپله ناوړه او د نه منلو وړ څېره له نورو پټه کړي، نو دروغو، لاپو، تظاهر او ځا نښودلو ته هم پناه وړي. هغه د دې لپاره چې په ټولنه کې له نورو ځان کم احساس نه کړي، په خپل مخ داسې يوه پرده راکاږي چې غواړي خپله اصلي څېره له نورو پټه کړي. هغه د دي لپاره چې خپل تمايلات ارضا کړي، هر ډول جنايت ته لاس اچوي. هغه د ثروت او شهوت لېوني کېږي، هغه ثروت او شهوت چې د ټولنې له ارزښتونو سره ټکر کوي، نو له عامه ذهنيت نه ځان پټوي. همدارنگه د قدرت او واکمنۍ لپاره او د هغې د ساتلو په پاره هر ډل جنايت او قساوت ته لاس اچوي.
سرچینې
- ننگيال، اسحاق. سيوری، دانش خپرندوی، پېښور: ۱۳۷۷.
- خان، غني خان. لټون، يونيورستي بک ايجنسي، پېښور، څلورم چاپ: ۲۰۱۱.
- دبي فورد او فرناز فورد. نيمه تاريک وجود، څوارلسم چاپ، ایران: ۱۳۹۰.
- خوشال خان خټک. د خوشال خان خټک کليات، د عبدالقيوم زاهد مشواڼي پرتلنه، دانش خپرندوی: ۲۰۰۸.
- کارل گوستاويونگ. روانشناسي ضمير ناخوداگاه، اتم چاپ، انتشارات علمي و فرهنگي: ۱۳۹۷.
- کارل گوستاويونگ. روح و زندگي، د دوکتور لطيف صدقياني ژباړه، شپږم چاپ: ۱۳۹۶.
- کارل گوستايونگ. انسان سمبولهايش، د محمود سلطانیه ژباړه، شپږم چاپ، جامي انتشارات: ۱۳۸۷.